د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان د نظامي مقاماتو يو اړوند شخصيت د جون په پنځمه نيټه په پيښور کې وويل چه که چيري هغه بهرني وسله وال عناصر چه د پاکستان قبايلي سيمو ته داخل شوي ، لا هم د پاکستان محلي حکومت ته خپل نومونه ثبت نه کړي ، نو پاکستاني فوځ به يو ځل بيا په قبايلي سيمه کې نظامي عمليات غوره کړي ٠ نوموړي شخصيت هم وويل چه پاکستاني حکومت کافي حوصله او صبر ساتلي او تل هيله لري چه د محلي قبايلي عنعناتو د احترام پر اساس په سوله ايز ډول نوموړي مسئله حل کړي ، مګر قبايلي سيمه په همدي ځاي پټ شوي بهرني وسله وال عناصر پاکستاني حکومت ته نه دي تسليم کړي ٠ د پاکستان د اخباروالاو د خبرونو له مخې پاکستاني فوځ چمتو دي چه په جنوبي وزيرستان کې نوي نظامي عمليات پيل کړي ٠
|