بايسکلومرکز بيجينګ او د هيواد په نورو سيمو کښی عمده ترافيکی وسايل نه د چين په دی ..کار ته د تګ او له کار څخه بيرته خپل کو رته د راتک په وختونو کښی د ښارونو د عمده و لاروپه دواړو اړخونو کښی زيات بايسکلونه ليدل کيږی .که څه هم حالت داسی د ی، خو د بايسکلونو شمير د ١٩٩٤ کا ل په نسبت ډير لږ شوی دی . د احصائيی له مخی اوس په بيجينګ ګښی په سلو کښی پنځه ويشت اوسيدونکی او زده کوونکی د بايسکلونو په واسطه کارونو ته ځی او بيرته خپل کورونو ته ځی ، لس کاله دمخه په سلو کښی شپيته کسانو له بايسکلونو څخه د عمده ترانسپورتی وسيلی په توګه استفاده کوله .اوس په چين کښی څلو ر سوه اويا مليونه عراده بايسکلونه شته چه دغه رقم په نړۍ کښی يو پر دريمه برخه نيسی او په هرو سلو کورنيو کښی يو سلو دوه څلويښت عرادی بايسکلونه شته .اوس بس سرويسونه، شخصی موټرونه او ټکسی موټرونه عمده ترانسپورتی وسيلی
ګرځيدلی دی .په دی وروستيو څو کلونو کښی په چين کښی د موټرونو د پيرودلو لوړه څپه را منځ ته شوی ده . په بيجينګ او ځينو لويو ښارونو کښی داسی حالت ليدل کيږی چه موټرونه په لاره کښی ډير تګ راتګ کوی .خو د حکومت په نظرد موټرونو هر اړخيزی ګټی له نيمګړتياو څخه زياتی دی او دچين اقتصاد ته ستره محرکه قوه رسول شوی ده . د چين د نورو ښارونو په نسبت په بيجينګ کښی ډير زيات موټرونه شته او شميريی دوو مليونو دوو لکو عرادو ته رسيدلی دی .اوس مخ په زياتيدونکی خلک دا نظر لری چه ښه به دا وی چه د بايسکلونو پر ځای د نورو ترانسپورتی وسايلو په واسطه کار ته لاړشی .په بيجينګ کښی په سلو کښی پنځه څلويښت کسان د عامه ترانسپورتی وسايلو او په سلو کښی پنځه ويشت کسان د بايسکلونو څخه ا ستفاده کوی او په سلو کښی ديارلس کسان دخپلو موټرونو په چلولو سره کار ته ځی .