<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-07 18:02:29    
تبتيانو د سرحدی سيمو دسمسورتياد پلان له تطبيق څخه ګټه اخيستی ده

cri

په تبت کښی د څه د پاسه څلورزرو کيلو ميترو په اوږدوالی سرحدی کرښه کښی ډير زيات خلک ژوند کوی، له دی کبله چه د اوږدی مودی دپاره دغه ځای د هيمالايا د غره په دره کښی واقع دی ، لاری او مواصلات يی ښه نه و ، د نوری نړی سره يی اړيکی نه وی ، ښخوا نوموړی ځای په چين کښی غريبه سيمه ګڼله کيده . خو د سرحدی سيمی د سمسورتيا او د خلکو د ژوند د ښه والی په باب د عملياتو د اجرا کيدو د درو کالو نه راهيسی د تبت په يو ويشتو ولسواليو کښی دري لکه اويا زره خلکو ژوند ډير ښه شوی دی .

نوموړی عمليات د غريبۍ څخه د ژغورلو او د خلکو د ژوند د ښه والی په خاطر يو ه داسی پروژه ده چه د ملی اقليتونو په سرحدی سيمه کښی د چين له خوا تطبيق شوی ده .د چين د قومی چارو دولتی کيمټی او د ماليی وزارت په ٢٠٠٠ کال کښی په نهو سرحدی ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی نهه ازمايښتی ولسوالی

و ټاکلی چه دغه شمير په ٢٠٠١ کا ل کښی اوولسو ولسواليو ته زيات شو . مرکزی حکومت هر کال د ملی اقليتونو په انکشافی بودجه کښی د يو پنځوسو مليونو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی . د نا مکملی احصائيی له مخی د ٢٠٠٢ کال ترپايه پوری په ټول هيواد کښی د پنځلسو مليارډوژن مين بی يونو په اندازه ډول ډول پانګی په نوموړی عملياتو کښی واچول شوی او د سرحدی سيمو د سمسورتيا او د خلکو د ژوند د ښه والی په غرض څه د پاسه شل زره پروګرامونه او پروژی جوړی شوی دی .

د سی ګا سيا کلی د تبت د خودمختاری سيمی له سرحدی ولسواليو څخه يو طبيعی کلی دی. د کليوالو رئيسی نيمادوبی وويل چه پنځه کاله دمخه کليوال په دی نه پوهيدل چه کورنی برقی الات څه شی دی ، نن ورځ د دغه کلی په دوه پنځوسو کورنيو کښی يخچالونه او د کالی منځلو ماشينونه ليدل کيږی .علاوه پردی په دغه کلی کښی دوه ويشت تيلفونونه نصب شوی دی . په ١٩٩٩ کال کښی د هر يو تن په سر عايدات نه سوه يونه و ، اوس يی عايدات دوو زرو دوو سوو يونو ته زيات شوی دی .

د تبت د خودمختاری سيمی د قومی او مذهبی چارو د کميټی په اړه د قومی چارو د اداری رئيس څی ژن ځو ما وويل چه دا چه کورنی برقی الات د سرحدی سيمو د اوسيدونکو کورونو ته داخل شوی دی ، يوازی او يوازی يو ډول ظاهری حالت دی .هغی وويل چه له ١٩٩٨ کال څخه تر اوسه پوری يوازی د چين د قومی چارود دولتی کميسيون له خوا په نوموړو عملياتو کښی د نه اويا مليونو يونو په اندازه پانګی اچول شوی دی ، د دغو پيسو په واسطه د سرحدی ولسواليو دپاره د يو زرو يو سلو اته ديرشو کيلو ميترو په اوږدوالی عمومی سړکونه نوی جوړ او ترميم شوی دی ، سربيره پردی يو شمير د اوبو مخزنونه ، د خلکو او کورنيو حيواناتو دپاره د څښلو اوبو پروژی ، مدرسی ، کلينيکونه او داسی نوراساسی تاسيسات هم جوړ شوی دی .

د سين هوا اژانس خبريا ل د تبت په ختيځ کښی له ځينو سرحدی ولسواليو څخه خبراخيستی دی چه دولت د څو نا ولسوالی د لی بود دفتر تراداری لاندی په څلورو علاقه داريو کښی د څلور سوو څلور لکو دوه ديرشو زرو يونو په اندازه پانکی اچولی دی ، له دی امله لاری او سړکونه ښه شوی ، د اوبو په واسيطه د بريښنا توليدولو مرکزونه ترميم شوی ، د څښلو پاکی اوبه له نورو ځايونو څخه انتقال شوی ، خو اوس خلک د نړيوالو موضوعاتو په باب پوره معلومات تر لاسه کوی، علاوه پردی خلک په ګرين هوس کښی سبو کری او غوايان او نور کورنی حيوانات روزی . تيرکا ل په نوموړی ځای کښی د هر يو تن په سر منځنی خالص عايدات د ٢٠٠١ کا ل کښی له يوزرو شپږو سوو يونو څخه دووزرو درو سوو يونو ته ورسيد او په سلو کښی په اويا کورنيو کښی مکمل کورنی برقی الات موجود دی ، او ځينو کورنيو لارۍ ، تراکتورونه او نور زراعتی ماشينونه اخيستی دی .