<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-07 20:50:21    
د خوراکي مسموميت د مخنيوۍ په باب څه معلومات

cri

د خوراکي مسموميت عمده اسباب او اشکال په دي ډول دي چه لومړي د ميګروب له امله رامنځ ته شوي مسموميت او دوهم د کيمياوي مواد له امله رامنځ ته شوي خوراکي مسموميت دي ٠ دريم شکل يي د زهرلرونکو نباتاتو د خوړلو له امله رامنځ ته شوي خوراکي مسموميت دي بر سيره پر دي د جڼاسک شوي خوارک خوړل د غذايي مسموميت د رامنځ ته کيدو څلورم سبب دي ٠ مثلأ چڼاسکه شوي ګڼي سخت زهر لري ، که څوک په غذايي مسموميت اخته وي ، عمومأ د ګرزون ، استراف، د نس د دردوالي او بهيدلو علامي پيدا شي ٠ حتي ځيني سخت ناروغان به بي حس او يا مړه شي ٠ نو دلته دا سوال راپيدا شي چه څنګه د خوراکي مسموميت مخه ونيول شي ؟ زمونږ په نظر لومړي د ډوډۍ د پخولو په وخت کې خصوصأ غوښې ، هګۍ او شيدي بايد ښه پاخه شي څو چه موجود مکروبونه ليري شي دغه راز پاتې شوي خوراکونه بايد د بيا پخولو او تادولو نه وروسته بيا وخوړل شي ٠ که بوي يي بد وي ، ويي نه خوري ٠ دوهم ، ځيني سبزي او ميوي د خوړلو نه د مخه دي څو ځله په اوبو کې ومينځي او د ميوو پوستکي دي ليري شي ٠ بايد دي ته متوجه شي چه ځيني خلک دا عادت لري چه مڼۍ، ناک، شفتالو او نوري ميوي د پوستکي سره يو ځاي خوري ، خو دوي نه پوهيږي چه د ميوو يا سبزيو پر پوستکو باندې د حشرانو په ضد دارو موجود دي ٠ دغه دارو د انسان په بدن کې ورو ورو پاتي کيږي او د انسان عصباني سيستم او د ځګر طاقت ته ضرر رسوي ٠ د خوراکي مسموميت د مخنيوي له پاره هم بايد چڼاسکه شوي خوراکونه مه خوري