د چين دبين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان دخارجه وزارت نطاق معسود خان نن ( د جون په ٧ نيټه ) وويل چه د پاکستان خارجه وزير هورشيد محمود قصوري او د هند د بهرنيو چارو وزير نوار سينګ به د جولاي په مياشت کی په پاکستان کی سره خبرې اتری وکړی
د خبر له مخی سينګ به د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاديی د وزيرانو په درجه هغه غونډه کی چه د راتلونکی مياشتی له ٢١ نه تر ٢٢ نيټې پوري به په اسلام اباد کی جوړه شی ،برخه واخلی او پاکستان له خارجه وزير سره خبري اتری وکړي چه دا به د هند د نوي حکومت د جوړيدو نه وروسته پاکستان ته د هند د عالی رتبه مشر لومړنی سفر وي .
.