<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-08 20:09:54    
په تيره اونۍ کی د چين او نړۍ سپورتی خبرونه

cri

په اتن کې د المپيک د سپورتي لوبې مشعل د جون د اتمې نيټې په سهار وختي د کوريا د جمهوريت د مرکز سيول نه بيجنګ ته انتقال شوی او په بيجنګ کې د مشعل د انتقاليدو فعاليت به په نهمه نيټه جوړ شي ٠

د هنري او سپورتي ستوريو او عامو خلکو په شمول يو سلو اته څلويښت تنه مشعل انتقالوونکي به په دې فعاليت کې برخه واخلي ٠

د نوموړي مشال د انتقاليدو فعاليت به په ټوله نړۍ کې ترسره شي ، په دې ٣٥ ورځني موده کې به د المپيک د سپورتي لوبو مشال په ريښتيا سره د نړۍ داوويشتو هيوادونو او سيمو له ٣٣ ښارونو څخه تير شي ٠ بيجنګ د سيدني ، ميلبورن ، توکيو او سيول نه وروسته پنځم ښار دی ٠

د چين د زلميانو د فوټبال ټيم د جون په پنځمه نيټه د فرانسې د تورون کپ د ګټلو دپاره د زلميانو د فوټبال د ٢٠٠٤ کال په بينالمللي سيالۍ کې د يو په مقابل کې په يو د ترکيې د ټيم سره برابرمقام ترلاسه کړی او ددې نه مخکې د چين ټيم د صفر په مقابل کې په صفر د ميلمه پال هيواد د فرانسې د ټيم سره هم برابرشوی او د صفر په دوو د کولمبيا پر ټيم باندې يې بری موندلی دی ٠

د اسيا د فوټبال د اتحاديې د ښځو د فوټبال د٢٠٠٤ کال د چامپينشيب فاينله لوبه چې د ټيمونو د غړو عمريې تر نولسو کالو کم دی د جون په ٦ نيټه د چين د سو جو په ښار کې جوړه شوه ، دکوريا د جمهوريت ټيم د صفر په مقابل کې په درې د چين د ځوانو ښځو د فوټبال پر ټيم باندې بری موندلی او د قهرمانۍ لقب يې ترلاسه کړی او د چين ټيم دوهم مقام نيولی دی ٠ خو څرنګه چې د چين ټيم په نيمه فاينله لوبه کې د کوريا د ديموکراتيک جمهوريت پر ټيم باندې بريالی شوی دی نو ځکه د چين ټيم د لومړي ځل دپاره د ځوانو ښځو د فوټبال په بينالمللي لوبه کې د برخه اخيستنې حق ترلاسه کړی دی ٠

د ارجنټاين ٢٥ کلن لوبغاړی ګاستون ګاوديود جون په ٦ نيټه د دوو په مقابل کې په دريو پر خپل وطنوال ګويليرمو کورياباندې بری موندلی او د فرانسې د تينس د ٢٠٠٤ کال په لويه سيالۍ کې د نارينه وو د قهرمانۍ لقب يې لاسته راوړی دی ٠ نو په دې وجه د فرانسې د تينس سرخلاصه لوبه پاي ته ورسيده٠ د روسيې ښځينه لوبغاړې اناستاسيا ميسکينا په دې لوبه کې د ښځو په يوکسيزه سيالۍ کې قهرمانه شوې ده

د چين او جاپان ترمنځ د ټاکلي وخت د هوايي کرښو د پرانيستلو د ديرشمې کاليزې د يادونې دپاره د جاپان د تراديشينال وريستلينګ سوموهيئت د جون په پنځمه او شپږمه نيټه په بيجنګ کې دوه ځله نندارې ورکړې٠ دا په ١٩٧٣ کال کې د چين او جاپان ترمنځ د سياسي مناسباتو د ټينګيدو نه وروسته دوهم ځل دی چې د جاپان عنعنوي کلتوري هيئت چين ته سفر کوي ٠

د سومو سپورت په جاپان کې څه دپاسه يو زر کاله تاريخ لري ، دوه لوبغاړي لکه د غيږ نيولو د لوبې په شان يو له بل سره مقابل کوي ٠ دا لوبه په جاپان کې د ملي سپورت په توګه ګڼل کيږي ٠

د چين په دننه کې د انسان او کمپيوتر ترمنځ د بينالمللي سطرنج لومړنې لوبه د جون په اتمه نيټه په بيجنګ کې پيل شوه ، دوه لوبغاړي يې يوه د چين د بينالمللي سطرنځ مشهوره ښځينه لوبغاړې جو څن ده او مقابله خوا يې د چين د ځي ګوانګ د ستوري په نامه کمپيوتري کتابچه ده ، د لوبې د قاعدې سره سم د دواړو خواوو ترمنځ د مسابقې وخت دوه ساعت دی ٠