<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-08 20:54:39    
په امريکا کی اوسيدونکی چينی ميرمن خپل مورنی هيواد ته ښه خدمت کوی

cri

ميرمن لي يو لينګ په خارج کی د چينايانو د دوستۍ د ارتباطي ټولنې د دايمي شورا غړی ، د چين د خير ښيګڼو د عمومي ټولنې افتخاري رييسه ، په نړۍ کي نامتو صنعتګره او په بينامللي ټولنه کی فعاله شخصيته ده ٠

ميرمن لي يو لينګ په ١٩٥٧ کال کی د چين په مرکز بيجينګ کی زيږيدلی او په ١٩٨٥ کال کی يي د امريکې د شرکت په بلنه په خارج کی د خپلو چارو د پرانيستلو لاره نيولې ده ٠

په امريکا کی ميرمنې لي يو لينګ د خپلو ښومسلکي معلوماتو او د خپلې ټينګی ارادې او د قطعي قضاوت د قوې په اتکا ، ددې تر اداری لاندی د امريکې د کاميابی په نامه ګروپ ، په لنډو څلورو کالو کی د پانګه اچونې يو نامتو بينالمللي شرکت ګرزولی او دپلورنې او خرڅلاو کلني حجم يي له يو مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی دی ٠

که څه هم لي يو لينګ په امريکا کی د افتخار وړ موفقيتونه تر لاسه کړي ، خو هيڅکله هغې خپل هيواد يعني چين نه دی هير کړي چه چين خپل وطن دی او لس کاله دمخه يي د وطن د بلنې سره سم خپله عمده انرژي د چين په لويه وچه کی اچولي او په صنعتي ، کلتوري ،مذهبي ،تعليمي ، د خيرښيګڼو او له غريبو کسانو سره د مرستی په ساحو کي ددې فعاليتونه او مرستې په څرګند ډول ليدل کيږي ٠

د ملي اقليتونود سيمو د غريبو زده کوونکو سره د مرستي لپاره ، لي يو لينګ په څه د پاسه لسو ولايتونو او خودمختارو سيمو کی د نغدی بسپنې په واسطه د ملي اقليتونو لپاره ابتدايي ښوونځي جوړ کړيدي او د تعليمي چارو د ملاتړ او له غريبو زده کوونکو سره د مرستی لپاره يي په عمومي توګه څه د پاسه ٢٥٠ مليونه ژن مين بي يونه پيسی د بسپنې په توګه ور کړي او ډول ډول تعليمي صندوقونه يي جوړ کړيدي ٠ علاوه پر دی ، هغې د چين د مرکز بيجينګ د خيرښيګڼو عمومي ټولنې ته هم د ١٢ مليونو يونو په اندازه بسپنې ور کړي او له غريبو خلکو سره د مرستی لپاره يي صندوق جوړ کړيدی ٠دغه پيسي په خاص ډول له فابريکو نه د برطرف شويو کارګرو ، يتيمانو او اولاد نه لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو د ژوندد ښوالي لپاره استعماليږي ٠

دغه راز د ١٩٩٣ کال نه تر اوسه پوري ، ميرمنې لي يو لينګ د چين د بودايي دين د مقدسو ځايونود يو شمير معبدونو د ترميم ، ابادی او ساتنې لپاره هم زياتې نغدي بسپنې ورکړيدي ٠

د ١٩٩٨ کال د دوبي او منې په انتقالي موده کی ، د چين د يانځي سيند ، سونخوا سيند او نون جانګ سيند په ناوو کی سخت سيلابونه راپيښ شول ٠ ميرمنې لي يو لينګ مصيبت ځپلو سيمو ته د ٣٠ مليونو يونو په ارزښت طبي سامان الات او دواګانې د بسپنې په توګه ور کړي او د خپل ژوند دخطر سره سره په خونان ولايت کی چه تر ټولو نه سخت مصيبت ځپلی و ، د يانځي سيند لوي ديوال ته پورته شوه او له سيلابونو سره د مجادلی په محاذ کی يي د ازادي بخښوونکی اردو او وسله والو پوليسانو د منصبدارانو او عسکرو د حال احوال پوښتنه وکړه ٠

د زياتو کلونو راهيسي ، ميرمنی لي يو لينګ په خپل صداقت ، عقل او قوت سره د چين او امريکې تر منځ د کلتوري تبادلې يو پل جوړ کړيدی ٠ په امريکا کی ددې ګروپ له خوا چاپ شويولسو ډولو مجلو خارجيانو ته په پراخه توګه د چين په باب معلومات خپاره کړي چه په چين باندی د امريکې د اصلي ټولنې تفاهم او اعتماد زيات شويدي ٠ په تيره بيا ميرمنې لي يو لينګ په بيجينګ کی د المپيک لوبو د کوربه توب د غوښتنې او د تايوان ابنا د دواړو غاړو د سولې د پرمخبيولو لپاره هم

مثبت کوششونه او خدمتونه تر سره کړيدي ٠