له هغه وخت نه تر اوسه پوري چه په ٢٠٠١ کال کی په وړيا ډول د چين د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو غريبو کليوالي زده کوونکو ته د درسي کتابونو د ور کولو نظام په ازمايښتي ډول تطبيق شوی ، په عمومي توګه تقريبأ ١٧ مليونو تنو زده کوونکو په وړيا ډول درسي کتابونه تر لاسه کړيدي ٠
د چين د پوهنې د وزارت د مربوط مامور په قول ، په ٢٠٠١ کال کی ، د چين مرکزي حکومت د سلو مليونو يونو په اندازه د بودجې د تخصيص په ور کولو سره د ځينو غريبو کليوالي کورنيو زده کوونکو ته په وړيا ډول درسي کتابونه ور کړيدي ٠ دغه تخصيص په ٢٠٠٢ کال کی ٢ سوو مليونو يونو ته او په ٢٠٠٣ کال کی بيا ٤ سوو مليونو يونو ته زيات شويدی ٠ د ٢٠٠١ کال له پيل نه ، د چين مرکزي حکومت هر کال د سلو مليونو يونو په اندازه د تخصيص په ور کولو سره له غريبو زده کوونکو سره مرسته کوي چه ٩ کلن اجباري تعليم سر ته ورسوي ٠ دغه خاص تخصيص په پوره توګه د چين په لويديځو غريبو سيمو کې د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د زده کوونکو لپاره استعماليږي او هر کال تقريبأ يو مليونه تنه زده کوونکي ور څخه ګټه اخلي ٠ په عين حال کی د مختلفو درجو محلي حکومتونه هم د مناسبو تدابيرو په نيولو سره د غريبو کورنيو له زده کوونکو سره مرسته کوي ٠
اوس د چين په منځنيو او لويديځو سيمو کی ٢٤ مليونه تنه غريب زده کوونکي شته ،. خو د مختلفو درجو د محلي حکومتونو تعليمي لګښتونه کافي نه دي او په ٢٠٠٣ کال کي د مرکزي حکومت خاص تخصيص يوازي د منځنيو او لويديځو سيمو په سلو کی ٣٠ غريبو زده کوونکو ته په وړيا ډول درسي کتابونه برابر کړيدي ٠ نو مرکزي حکومت او د مختلفو درجو محلي حکومتونه به په مداومه توګه تعليمي پانګی زياتي کړي څو چه غريب زده کوونکي ٩ کلن اجباري تعليم سر ته ورسوي ٠ په عين حال کي به د مختلفو درجو ګوندي او حکومتي ارګانونو ، ټولنيزو ډلو ټپلو،دولتي يونټونو ، صنعتي تصديو او شخصيتونو ته بلنه ور کړی شي چه نغدي بسپنې ور کړی څو چه غريب زده کوونکی د کورنيو ستونځو له امله له درس لوستلو څخه بي برخي نه شي ٠