د سين هوا اژانس د خبر له مخی د پاستان صدراعظم مير ظفرالله خان جمالی او د ملی اسامبلی رئيس چودهری امير حسين د جون په ٨ مه په جلا جلا توګه په اسلام اباد کښی د چين د ملی ولسي کانګرس د دائيمی کميټی د رئيس له مرستيال لی تيی اين سره وکتل ٠ جمالی هيله وکړه چه پاکستان او چين خپل منځی اقتصادی او تجارتی همکارۍ نوری پراخی او پياوړی کړی او د دوستانه همکاريو دغه عنعنوی روابط په پرله پسی توګه نوی مرحلی ته اوچت کړی ٠ حسين وويل چه د پاکستان ملی اسامبله غواړی چه د چين د ملی ولسی کانګرس سره يو ځای د عالی رتبه وو مشرانو تر منځ د تګ راتګ او د پرسونلو د تبادلی د زياتولو دپاره هاند او کوشش وکړی ٠ دده په نظر دا د دواړو هيوادونو دهراړخيزو همکاريو د پياوړتيا او ژورتيا دپاره مهم اهميت لری ٠ لی تيی اين دا څرګنده کړه چه چينی خوا حاضر دی چه له پاکستانی خوا سره يو ځای دخپل منځی هراړخيزو همکاريو د ښو روابطو د پرله پسی پرمختګ دپاره هلی ځلی وکړی ٠
|