د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخي ، د طالبانو يوه نطاق د جون په اتمه نيټه هغه خبره رده کړه چه وايي ، نوموړي سازمان به د ځان وژونکي چاودنې په طريقه په پاکستان کی د لويديځی نړۍ په مرسته ورکوونکو پرسونلو باندی بريد وکړی ٠ نوموړی نطاق په همدی ورځ د مصنوعي سپوږمی د تيلفون له لاري د افغانستان اسلامي اژانس ته دا څرګنده کړه چه طالبان په پاکستان کی د فعاليت پلان نه لري ٠ هغه زياته کړه چه که د ځان وژونکی چاودنې په بريد لاس پوري کړی شي ، نو د طالبانو هدف به په افغانستان کی ميشته شوي امريکايي عسکر وي ٠
|