د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان فوځ نن ( د جون په ٩ نيټه ) افغانستان ته په نژدی قبايلی سيمه کی لږ تر لږه اته بهرنی وسله وال عناصر وژلی دي .
د قبايلی سيمو د امنيت د ساتلو په هکله د مؤظف مامور محمود شاه په قول ، نوموړی بهرنی وسله وال عناصر دجنوبي وزيريستان دمرکز په شاوخوا کی ووژل شول .