د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د جون په نهمه نيټه د چين دملي ولسي کانګرس د دائمي کميټې د مرستيال لي تيې اينګ سره دکتنې په بهير کې غوښتنه وکړه چې بايد د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي او تجارتي مناسباتو ته پياوړتيا ورکړي شي ترڅودغه مناسبات د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي روابطو د سويې سره برابر شي٠ هغه وويل پاکستان او چين په زياتو سيمه ايزو او نړيوالو مسالو کې يوشان نظريې لري ٠ دوه اړخيز دوستانه منسبات به په راتلونکي کې نور هم ټينګتيا ومومي ٠
دغه راز جمهوررئيس مشرف له دې امله د چين څخه ډيره مننه وکړه چې د ګوادر بندر او د چاشمې د ذروي بريښنا د توليدونکي سټيشن په شمول د يو لړ مهمو او لويو پروژو د جوړولو په برخه کې يې د پاکستان سره مرسته کړې ده او هيله يې وکړه چې په راتلونکي کې به د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او تجارتي مناسبات په پر له پسي توګه انکشاف ومومي ٠