د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې په افغانستان کې د چين يو ساختماني ځای چې د کندزد مرکز کندز ښار جنوبي خوا ته په ٣٦ کيلومترۍ کې واقع دی د جون د لسمې نيټې په سهار وختي د يو موټي تروريستانو له بريد سره مخامخ شوی دی چې په نتيجه کې يولس تنه چينايي کارګران مړه شوي او نور څو تنه ژوبل شوي دي ٠
په افغانستان کې د چين د سفارت مامور وويل اوس د چين سفارت په عاجله توګه ددې پيښې د حلولو دپاره هڅه کوي ٠ دخبر له مخې د افغانستان په وخت نن سهارپه يوه بجه څه دپاسه شل تنه وسله وال تروريستان د چين ساختماني ځای ته ننوتلي او پر چينايي کارګرو باندې يې ډزې وکړې ٠ که څه هم ددې ساختماني ځای امنيت ساتونکو د تروريستانو سره مقابله وکړه ، خودوي ونشول کړای چې د تروريستانو د بريد مخه ونيسي ٠
د خبر سره سم په دې ساختماني ځای کې تقريبأ سل تنه چينايي کارګران شته چې له دې جملې څخه زيات کارګران په اتمه نيټه تازه افغانستان ته رسيدلی ؤ .
اوس په افغانستان کې د چين لوي سفير سون يو شي د پيښې د واقعيت د ترلاسه کولو دپاره کندز ښار ته تللي دی