<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-10 20:40:57    
د چين مشرانو په افغانستان کې د چين پرکارګرانوباندی تروريستی بريد سخت غندلی دی .

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، نن ( د جون په لسمه نيټه ) په افغانستان کی د چين پرکارګرانوباندی د تروريستی بريد په باب د خبر اخيستلو نه وروسته د چين د دولت رييس هو جين تاو چه اوس په اروپاکی په سفر بوخت دی ، د ملي ولسي کانکرس د دايمی کميټې رييس وو بان ګو او صدراعظم وين جيا باو دغه ډير ظالم او وحشيانه عمل سخت غندلی دی . هغه د چين خارجه وزارت او په افغانستان کی د چين سفارت ته هدايت ورکړ چه بايد د ټولو تدابيرو په نيولوسره تر خپلی وسی پوري ټپيانو ته نجات او مرسته ورکړی او په ښه او مناسب ډول دی د وژل شويو کسانو په اړوند کارونه ترسره کړی . دغه راز دی د افغانستان له حکومت او په دی هيواد کی د ملګرو ملتو له مرسته کوونکی هيات څخه وغواړی چه نوموړي تروريستی پيښه تر هراړخيزی پلټنې او تحقيقاتو لاندي ونيول شي او قاتلانو ته سخته سزا ورکړی شی تر څو په افغانستان کی د نورو چينايانو امنيت وساتل شي .

د چين د خارجه وزارت نطاق ليو جين څاو په همدی ورځ په بيجينګ کی په مطبوعاتی کنفرانس کی څرګنده کړه چه د چين حکومت او خلک په هيڅ وجه هر راز تروريزم ته خپل سر نه ټيټوی او چين به دا عمل ونه کړی چه د تروريستی بريد له امله د افغانستان د بيا رغاونی د بهير له خپل ملاتړ څخه لاس واخلي .

د افغانستان د موضوع په باب د م م د سرمنشی خاص استازي جان ارنولت په همدي ورځ په کابل کی نوموړي بريد سخت غندلی او د افغانستان حکومت هم څرګنده کړه چه د چين د ټپيانو د نجات اومرستی او د مړه شويو کسانو د اړوندو کارونو د ترسره کولوپه بهير کی به پوره همکاري وکړی او د قاتلانو د نيولو لپاره به هلی ځلی وکړي .

 د افغانستان د کندز والی محـمد عمر په همدی ورځ په نوموړی تروريستی پيښی باندي هم سخته غندنه وکړه او و يي ويل چه دا پيښه سياسی ناوړه مقصد درلود او د افغانستان د دښمنانو لخوا طرحه او عملی شوی وه .