
د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د پاکستان اردو او امنيتې فوځ نن ( دجون په لسمه نيټه ) په جلاجلا توګه د وسله والو افرادو له بريدونو سره مخامخ شول ٠ د همدې ورځ په نهو بجو دوه نظامې موټرونه په کراچي کي د يوه پل څخه د تيريدو په وخت کي د وسله والو افرادو له سختو ډزو سره مخامخ شول او د پوليسو او عسکرو په شمول يوولس تنه او نور لس تنه ټپيان شول ٠ددې پيښې نه لس دقيقې وروسته دي پل ته نژدې يوه چاودنه هم وشوه ، خو کوم تلفات ندي رامنځته شوي ٠ دغه راز د وانا په سيمه کې د امنيت ساتونکي فوځ کمپ هم د بريد سره مخامخ شو ٠