د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د ملګرو ملتو سرمنشي کوفي انان او امنيتي شورا د جون په لسمه نيټه په جلا جلا توګه د اعلاميې په خپرولو سره د هغې پيښې سخته غندنه وکړه کومه چې په افغانستان کې چينايي کارګران د تروريستي بريد سره مخامخ شوي او په نتيجه کې يولس تنه مړه او نور څو تنه ژوبل شوي دي ٠ سرمنشي کوفي انان په خپله اعلاميه کې وويل پر ملکي خلکو باندي بريدکول بي شرمه اقدام دی ٠ هغه د افغانستان د حکومت او په افغانستان کې د ناتو بلاک په مشري بينالمللي امنيت ساتې پوځ اود مربوطو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د افغانستان د امنيت په باب حالاتو د ښه کيدو دپاره لازم تدابير غوره کړي ٠ همدا شان په ملګرو ملتو کې د چين دائمي استازي وانګ ګوانګ يا وويل چين نشي کولای چې ددې پيښې له امله خپله د تروريزم په ضد پاليسي بدله کړي دغه راز چين به په هيڅ شان هيڅ تروريستي فعاليت ته خپل سر ټيټ نه کړي ٠ چين به په مداومه توګه د افغانستان د بيا رغاونې په کارونو کې فعاله برخه واخلي
( عکس : د چين د وژل شويو کارګروکورنی غړی )