د چين د بين إلمللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د جون په لسمه نيټه سهار وختی د چين هغه کارګران چه د افغانستان د سړکونو په بيا جوړونه کی يي برخه اخيستی ده ، د تروريستانو له وسله وال بريد سره مخامخ شوی ؤ چه په نتيجه کی ١١ تنه مړه او نور٤ تنه ټپيات شول اودا د نړيوالو د زياتی توجه وړ ګرځيدلی ده . ټاکل شوی دی چه د افغانستان د حکومت د داخله وزارت او د امنيتی چارو د وزارت د اړوندو مامورينو په ګډون يوه تحقيقاتی ډله په ١١ مه نيټه کندز ته واستول شی تر څو چه نوموړي خونړي پيښه تر پوره تحقيقاتو لاندي ونيول شی .
په افغانستان کی د چين د لوي سفارت د مامور په قول ، د چين لوي سفارت د نوموړي ظالمی او تروريستی پيښی په باب د خبر اخيستنی نه وروسته په پوره قوت سره د افغانستان له اړوندو څانګو سره اړيکی ساتلی او له افغان حکومت څخه يي وغوښتل چه د ټپيانو د نجات او مرستی او نورو اړوندو کارونو د ترسره کولو سره مرسته وکړی او په دغه هيواد کی د چين د سازمانونو او افرادو ځانی او مالي امنيت تامين کړی ، دغه راز دي سمدلاسه د پيښی په هراړخيزی پلټنې لاس پوری کړي او قاتلان دي ونيسی او د قوانينو سره سم دي هغوي ته سخته سزا ورکړی .
د افغانستان دبهرنيو چارو وکيل زلمی عزيز وويل چه د افغانستان مشرانو نوموړي پيښی ته ډير اهميت ورکړی او حکومت به په افغانستان کی د چينايانو د امنيت د ساتلو لپاره له هرراز اقدام څخه کار واخلی .
پرون ( په لسمه نيټه ) سهار د چين لوي سفير سون يو شی سمدستی د م م د اړوند سازمان د الوتکې په ذريعه د پيښی ځای ته ورسيد او هلته يي د ټپيانود نجات او مرستی او نورو اړوندو کارونوسرپرستی او لارښوونه وکړه . هغه له ژورناليستانوسره د مرکی په ترڅ کی هيله څرګنده کړه چه نوموړي پيښه به د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کي د چين د حکومت او او تصديو پر فعاليتونو باندي منفی اغيزه وانه چوي .
دپيښی نه وروسته ٤ تنه چينی ټپيان په کندز کی د جرمنی يوه روغتون ته واستول شول او د مرګ له خطر څخه بچ شوي دي . د خبر له مخی ، ټاکل شوي ده چه د ١١ تنو مړه شويو کسانو مړي په ١١مه نيټه سهار کابل ته يووړل شی او ٤ تنه ټپيان به د علاج لپاره دکابل يوه روغتون ته هم انتقال شی .
په دي عين وخت کی د چين د اوسپنيزو لارو د انجنيرۍ د عمومی کمپنی
د څه د پاسه لسو تنو کارکوونکو په ګډون يوه کاري ډله به په ١١نيټه د پاکستان له لاري افغانستان ته لاړه شی او اټکل کيږي چه په ١٢ نيټه به کابل ته ورسيږی .
د کندز والي محمد عمر او د پوليسی اداری قوماندان په ١٠ نيټه د نوموړي پيښی ځاي ته ورسيدل او هلته د قاتلانو د نيولو د اړوندو عملياتو قوماندانی کوي . د خبر له مخی ، له دي امله چه نوموړي پيښه د نيمی شپی لخوا وشوه ، نو تروريستان تښتيدلی دي . مګر د پيښی ځای او شاوخوا سيمې ته د وتلو او ننوتلو لارې اوس د افغانستان د پوليسانو او امنيتی قواوو لخوا تړل شوی او هيله ده چه ژر تر ژره قاتلان ونيول شی .
د چين او افغاستان د دواړو خواوو په ګډ نظر دا يوه تروريستی پيښه وه . د چين د خارجه وزارت نطاق ليو جين څاو په لسمه نيټه په بيجينګ کی وويل ، د نوموړی بريد د پيښيدو نه مخکی د چين لوري ته هيڅ کوم تهديد يا اخطار نه دی رسيدلی او چينی کارګران په خوب کی د وسله والو عناصرو په ډزو له بريد سره مخامخ شول . د تروريزم په خلاف د چين داړوند سازمان د ابتدايي تحليل له مخی ، د بريد د منځ ته راتګ د مهال ، خصوصيتونو او هدف سره سم دا يوه ترهګري بريد ګڼل کيږي .
پوښتنه دا ده چه ولی تروريستانوپه افغانستان کی دچين پر مرسته کوونکو کارګرانو باندي بريد وکړ ؟
د افغانستان د دولت رييس حامدکرزي چه په امريکا کی يي د اتو هيوادونو د ډلی په سرمشريزه غونډه کی ګډون کړی ؤ ، په لسمه نيټه د امريکايي خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، نوموړي پيښه د تروريستانو او هغو کسانو لخوا چه په افغانستان کی عمومی انتخابات نه غواړی ، رامنځ ته شوه . د افغانستان د جمهوررييس وکيل محمد قسيم فهيم په يوه اعلاميه کی وويل چه القاعده او د هغه پلويان د نوموړی بريد ترشا طرحوونکی دی او ناوړه مقصد يي د افغانستان د بيا رغاونی د بهير ورانول دي .