
د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د چين د هغو يوولسو تنو کارګرو مړي چه پرون ( د جون په لسمه نيټه ) په کندوز کې ووژل شول ، نن د جون په يوولسمه نيټه سهار کابل ته يووړل شول ٠ دغه راز نور څلور تنه ټپي شوي چيني کارګران د بين المللي امنيت د فوځ د يوه بار وړونکي الوتکې په واسطه د کابل يوه روغتون ته وروليږل شول ٠ د افغانستان د نظامې مقاماتو د جنرال محمد داود په قول دوه تنه مظنون قاتلان نيول شويدي ٠ د خبرونو نه وروسته په دي هکله يو راپور واوري ٠