نن د غرمی نه وروسته په افغانستان کی د چين لوي سفير سون يوشی د تيلفون له لاري د سې ار ای راډيو د پښتو خپرونی دخبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، هغه پيښه چه پرون سهار وختی يي چينايی کارګران له تروريستی بريد سره مخامخ کړل ، په ښکاره توګه يوه تروريستی حمله کوونکی پيښه وه . زمونږ په نظر ددی تروريستی عمل ناوړه مقصد د چين او افغانستان د دوستانه روابطو او په افغانستان کی د سوله ايز بهير ورانول دی . نو په دي وجه تروريزم د چين او افغانستان ګډ دښمن دی . مونږ به سره نژدي همکاري وکړو او تروريزم ته به سخت ضربت ورسوو
( عکس : لوي سفير سون يوشی دخپلی رخصتی په ورځو کی هيوادوالو ته د افغانستان د حالاتو په باب راپوراوروي)
.