وانګ - اوس د اوريدونکو پوښتنی ته د ځواب برخه رارسيدلی او د ځينو اوريدونکو له خوا دا پوښتنه شوی ده چه د سی ار ای راډيو له کوم کال راهيسی په بهرنيو ژبو خپلی خپرونی پيل کړی ، لومړی خپرونی په کومو ژبووی او اوس د نړۍ په څو ژبو خپرونی کوی ؟
رمز – وانګ جانی ، که تاسو په دی هکله معلومات برابر کړی وی نو مهربانی وکړی ويی لولۍ!
وانګ – هو ما په دی اړوند لنډ معلومات راټول کړی دی :
د چين د بينالمللی راډيو پوره نوم د چين د ولسي جمهوريت بينالمللی راډيو
ده ٠ د ١٩٤١ م کال ددسامبر په ٣ مه نيټه د جاپانی تيری سره د مقاومت په
غرض دچين د کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی د سين هوا راډيو په جاپانی ژبه خپرونه پيل کړه ٠د ١٩٤٧ م کال د سپتمبر په ١١ مه نيټه دغه راډيو په انګليسی ژبه خپرونه هم پيل کړه ٠ د ١٩٤٩ م کال په مارچ کښی د سين هوا راډيو د نوی چين مرکز بيجنګ ته انتقال شوه٠ د ١٩٥٠ م کال تر اپريل پوری راډيو پيکنګ پرته د چين د ملی او محلی ژبو نه د جاپانی - انګلسی - کوريايی – ويتنامی– ميانمری – تايلندی او هندونيزيايی ژبو په شمول په ٧ بهرنيو ژبو خپرونی هم وکړی ٠ د ٦٠ کالو په کوشش سره اوس د چين د بيالمللی راډيو د ٥ ملی او محلی ژبو په شمول په ٤٣ ژبو رنګارنګ پروګرامونه هره ورځ نړۍ ته خپروی چه خپرونی يی د ګردی کری په ګوټ ګوټ کښی اوريدل کيږی او اوريدونکی يی د نړۍ په څه دپاسه ٢٠٠ هيوادونو او سيمو کښ ليدل کيږی ٠ پروسږکال د اوريدونکو څه دپاسه يو مليون ٥ لکه ليکونه د چين بينالمللی راډيو ته رارسيدلی ؤ ٠ د يادونی وړ ده چه د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونی د ١٩٧٣ م کال د جولای له ١٥ می نيټی څخه پيل شوی دی چه د څه دپاسه ٣٠ کالو په موده کښی يی پښتو ژبی ته ستر خدمتونه تر سره کړی دی ٠
رمز – ستاسو د معلوماتو نه ډيره مننه ٠ هيله ده چه د هغو اوريدونکو تنده ماته شوی چه له مونږ څخه يی نوموړی پوښتنه کړی وه ٠