<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-12 18:12:45    
تروريزم د چين او افغاستان ګډ دښمن دی

cri

د جون په لسمه نيټه سهاروختی تقريبأ په يوه بجه څه د پاسه شلو تنو هغو وسله والو عناصرو چه هويتونه يي نه دي څرګند شوي ،د کندز جنوب ته په ٣٠ کيلومترۍ کی د هغو چينايی کارګرو پر کمپ باندي چه د افغانستان د سړکونو په بيا جوړولو کي يي برخه اخيستی ده ، بريد وکړ . دوي په ليوانی توګه په اتوماتيکو توپکونو په هغو چينايي کارګرو باندي چه د خوب په حال کی ؤ ، ډزې وکړې چه په نتيجه کی ١١ تنه مړه او نور ٤ تنه ټپيان شول . د معلوماتوله مخی ،دا د طالبان رژيم د نسکوريدو نه راوروسته په دغه هيواد کی د خارجيانو په خلاف تر ټولو سخته خونړي او تروريستی پيښه ګڼله کيږي . د بي ګناوو خلکو د وژلو په هدف د تروريستانو لخوا رامنځ ته شوی دغه ډول ظالمانه کړه وړه د چينايانو په شمول د نړيوالو د ډيرې کرکی سبب شوي او د بين المللی ټولنی د زياتی توجه وړ ګرځيدلی دی .په افغانستان کی د چين لوي سفير سون يو شي پرون ( د جون په ١١نيټه ) ماځيګر د تيلفون له لاري زمونږ د پښتوڅانګې له خبريالی سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه حقايقو يو ځل بيا دا ثابته کړې چه تروريزم د چين او افغانستان ګډ دښمن دی او د نړۍ د ټولو سوله خوښوونکو خلکو مشترک دښمن هم ګڼل کيږي .

لوي سفير سون يوشی وويل ، ښکاره ده چه دا يوه تروريستی حمله کوونکی پيښه وه . ځکه چه چينايي کارګران د نيمی شپی لخوا د خوب په مهال کی له وسله وال بريد سره مخامخ شوی ؤ . د نوموړي پيښی نه وروسته د چين حکومت او زمونږ لوي سفارت ورباندي سخته غندنه وکړه . د م م د سرمنشی انان ، رييس حامد کرزي او د نورو زياتو هيوادونو د مشرانو په شمول د بين المللی ټولنی مختلفو محافلو نوموړي پيښه هم سخته غندلی ده . اوس د چين حکومت او چينی مشران ددی پيښی اود ترهګرۍ په ضد مبارزو کی دباهمی همکارۍ د پياوړتيا په هکله ورسره نژدي اړيکی ساتی . زمونږ غوښتنه دا ده چه د افغانستان حکومت ، له افغانستان سره د ملګرو ملتو امدادی ډله او سوله ساتی فوځ دی د نوموړی پيښې په پوره تحقيقاتو لاس پوری کړی او ژر تر ژره دی قاتلان ونيسی او د قوانينو سره سم دی هغوی ته سزا ورکړي .

پر چينايي کارګرو باندي د تروريستی بربد په باب د خبر اخيستلو نه وروسته د چين د لوي سفارت ټول کارکوونکی ډيرحيران شول او ډيری کرکی يي څرګندی کړی دي . لوي سفير سون سمدلاسه د م م د اړوند سازمان د الوتکی په ذريعه کندز ته ورسيد او هلته يي د ټپيانو د نجات او مرستی اود مړه شويو کسانو د اړوندو کارونو سرپرستی اولارښوونه وکړه . د خبريالی سره دمرکی په ترڅ کې سفير سون وويل ،اوس ٤ تنه ټپيان د علاج لپاره له کندز څخه په کابل کی د م م د امنيتی مرسته کوونکی فوځ په اړوند روغتون ته واستول شول او ددوي احساسات او روحيات ثابت او د مرګ له خطر څخه بچ شوي دي . دغه راز د مړه شويو کسانو مړی هم کابل ته يووړل شوی او په موقتی توګه د ا فغانستان د ملي اردو په روغتون کی ساتل کيږي او ژر به خپل هيواد ته يووړل شي .

د نوموړي پيښی نه راوروسته په افغانستان کی د م م اړوند سازمانونو ، په تيره بيا

د جرمنی ډاکترانو او افغان حکومت د چين لوري ته زياتی مرستی برابرې کړی

دي .په دي هکله سفير سون د خپلې مننې د څرګندولو په عين وخت کی له دوي څخه غوښتنه هم وکړه چه د ټپيانو د علاج او نورو اړوندو کارونو او په دغه هيواد کی د نورو چينايی کارګرو د ځانی اومالی امنيت د ساتلو لپاره نورهم همکاری اومرسته برابر کړي . د خبر له مخی ، اړوند حمايت کوونکی تدبيرونه د عملي کيدو په حال کی دي .

تروريزم د ټول بشريت ګډ دښمن دی . د سفير سون په نظر بايد هرراز تروريستی عمل وغندل شي ځکه چه پر چينايي کارګرو باندي د ترورستانو د بريد ناوړه مقصد هم د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه روابطو ورانول او هم د افغانستان د سوله ايز بهير ورانول دي . هغه وويل _تروريزم د چين او افغانستان ګډ دښمن دی . نوپه دي وجه مونږ بايد سره لاس يو کړو ، يو له بل سره دي نژدي همکاري وکړو او تروريزم ته دی سخت ضربت ورسوو . پر چينايي کارګرو باندي دوسله وال بريد پيښه د تروريستانو لخوا رامنځ ته شوي وه ،نو مونږ بايد د تروريزم سره په مبارزه کی له لا زياتو او سختو تدابيرو څخه کار واخلو . مګر سفير سون هم دی ته اشاره وکړه چه د نوموړي پيښی له امله به د چين او افغانستان ترمنځ پر دوستانه روابطو باندي منفی اغيزه وانه چول شی او بايد دغسی منفی تاثيرات  پکی هم ونه پيدا شی . د چين حکومت به په هيڅ وجه په دي اثر له خپلو هغو فعاليتونو څخه لاس وانه خلی کوم چه د افغانستان د سوله ايز بهير ملاتړ کوي او د افغانستان بيا رغاونی ته د خپل توان په اندازه مرسته ورکوي . دغه شان د سولی او دوستۍ پر بنا د افغانستان بيا ابادی ته دمرستی برابرولو په باب د چين پاليسی د تروريستانو د بريد له امله هم بدل نه شی

(عکس : په افغانستان کی د چين لوي سفارت) .