د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان د مطبوعاتي ذرايعو د خبر له مخی ، د جون په ١٢ مه نيټه ،د پاکستان د صوبه سرحد ولايت د ديره اسماعل خان په ښار کی د يوه بم چاودنه پيښه شوه چه په نتيجه کی يو تن مړ او څلور تنه ټپيان شول ٠ د خبر له مخی ، نوموړی بم د محلي نيم نظامي قوا د قوماندان د هستوګنځی د دروازی په بهر کی کيښودل شوی او کله چه د نوموړی قوماندان موټر له دروازی نه ووت ، بم وچاودل شو ، خو نوموړی قوماندان نه دی ټپي شوی ٠
|