
د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د دولت د رئيس خاص استازي او د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو سينګ چې د امريکې د پخواني جمهوررئيس رونالد ريګن د تسليت په مراسمو کې د ګډون د پاره واشينګتن ته تللی دی د جون د يوولسمې نيټپه په مازيګر په واشينګتن کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره وکتل ٠ دواړو خواوو پر هغې پيښې باندې چې په افغانستان کې چينايي کارګران له تروريستي بريد سره مخامخ شول سخته غندنه وکړه٠ د افغانستان ولسمشر کرزي وويل د افغانستان حکومت دې پيښې ته په ډيره درنه سترګه ګوري او اوس په دې لټه کې دی چې د وژونکو د نيولو دپاره قوي تدابير غوره کوي او دوي ته به سخته سزا ورکړي ٠ ښاغلي کرزي زياته کړه چې چينايي خلک د افغانستان د خلکو دوستان دي ٠ ډير زيات چينايي کارګران د افغانانو د سوله ايز او نيکمرغۀ ژوند د رامنځته کولو دپاره کوشش کوي نو له دې امله ښاغلي کرزي ورځني ژوره مننه وکړه ٠ په همدې ورځ د افغانستان د انتقالي دولت مرستيال ښاغلي شراني د مړه شويو چينايي کارګرو د تسليت د څرګندولو دپاره په کابل کې د چين سفارت ته ورغلی او د چين حکومت او د مړه شويو چينايانو کورنيو ته خواخوږي څرګنده کړې ده ٠ دغه راز د چين د سوداګرۍ وزير چې د چين د دولت د رئيس خو جين تاو د سفر ملګری دی هم د سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې بايدد نوموړي پيښې په اړوند د مسالو د حلولو دپاره د چين د بهرنيو چارو د وزارت او په کابل کې د چين د سفارت سره ښه همکاري وکړي ٠