په هانکانګ کی د نامتو فلمي ستوريو د لويي لاری د پرانستلو مراسم د اپريل په ٢٧ مه نيټه ماښام پر ځاي شول او دغه لاره په رسمي توګه ښاريانو او توريستانو ته پرانستله شوه ٠
د نامتو فلمي ستوريو لويه لاره د جيانګ شا ځوی په سواحلي ديوډۍ کی واقع ده ، د هانکانګ له هنري نندارتون سره ورڅيرمه ده او د جيانګ شا ځوی ختيځی خوا ته غزيږي چه عمومي پانګه اچونه يي ٤٠ مليونه هانکانګ يوونه دي ٠ د نامتو فلمي ستوريو لويه لاره ٤٤٠ متره عمومي اوږدوالي لري او د لاری په مخ باندی د هانکانګ د فلم په انکشافي تاريخ کی د وتلو فلمي ستوريو او کارکوونکو د لاسونو پنجي حک شويدي ٠ د لاري د دواړو غاړو په اوږدوکی د فلمي تاريخ وده د ٩سوررنګه نښو په درولو سره پوره څرګنده شوي او ور باندی د ليک دود په واسطه د سلو کالو راهيسي ، د هانکانګ د فلم انکشافي تاريخ معرفي شويدی ٠برسيره پردی ، نور دري پلورنځي هم هلته جوړدي چه په خاص ډول د هانکانګ د فلم په اړوند يادګارونه پلوري ٠ د نامتو فلمي ستوريو لويې لارې د تير کال د جون په مياشت کی د جوړيدو راهيسی ، تل د هانکانګ د ښاريانو او توريستانو توجه ځانته راجلبه کړيده ٠
د هانکانګ د خاصي اداري سيمې د مالي چارو د رياست رييس تانګ اينګ نيان په دي مراسمو کی ګډون وکړ او د څراغونو د روښانولو د مراسمو رياست يي وکړ ٠ هغه څرګنده کړه چه د نامتو فلمي ستوريو لويه لاره د ډيرې لوړی درجی د توريستي ښار او د اسيا د فلم اخيستلو د مهم مرکز په حيث د هانکانګ له غوره والی سره نه شليدونکي اړيکي لري ٠ دا چه د هانکانګ د ښکلي ويدوليا بندر په غاړه د فلمي هنر دغه توريستي منظره لرونکي سيمه جوړه شوی ، په پوره توګه د توريستي چارو د پراختيا په برخه کی د هانکانګيانو د هنري ودی څرنګوالی څرګندوي ٠