د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان حکومت د جون په ١٢ نيټه د ٢٠٠٤ کال نه تر ٢٠٠٥ کاله پوري په مالي کال کې د مالي بودجې لايحه خپره کړه ، د دې بودجې سره سم به د پاکستان د ملي دفاع لګښت د تيرمالي کال په نسبت په سلو کې اوه زيات شي ٠ د نوموړي بودجې سره سم د پاکستان عمومي مالي لګښت به ٩٠٢ مليارده اوه سوه مليونه روپيې وي چې له دې جملې څخه ملي دفاعي لګښت به ١٩٤ ملياردو روپيو ته و رسيږي ٠
|