<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-13 21:20:36    
د هند د ملی کانګرس رئيسه سونيا ګاندی.

cri

د هند دملی کانګرس رئيسی سونياګاندی د ١٩٤٥ کال د دسمبر په نهمه نيټه په ايتاليه کښی دروم د کاتوليک په يوه کورنۍ کښی وزيږيدله ، پلار يی د ودانولود بيمی سوداګر و . په ١٩٦٥ کال کښی هغه د راجيف ګاندي سره مخامخه شوه او په ١٩٦٨ کال کښی يی ور سره واده وکړ . په ١٩٨٤کال او١٩٩١ کال کښی ددی د ميړه مور اندراکاندی او ميړه يی راجيف ګاندی د هندی رايکال عناصرو د ناوړه قصد له امله مړه شول، د راجيف کاندی د مړينی په دوهمه ورځ د هند ملی کانګرس ميرمن سونيا انتخابه کړه، څو چه هغه د نوموړ ی ګوند د رئيسی دنده په غاړه واخلی . دوی په دی انتظار کښی وو چه دی په هغو انتخاباتو کښی چه د راجيف د ناوړه قصد له امله ځنډول شوی و ، د همدردی رايی تر لاسه کړی ، خو دسونيا له خوا ونه منل شو ، د شلمی پيړۍ د نهمی لسيزی په منځنی دوره کښی ملی کانګرس په انتخاباتو کښی ناکام شو ، د نوموړی ګوند مشران د دوهم ځل دپاره ور څخه غوښتنه وکړه چه د مشری دنده په غاړه واخلی .په ١٩٩٧ کال کښی سونيا کاندی په رسمی ډول په ملی کانګرس کښی شامله شوه ، په دی وجه دملی کانګرس مشران او طرفداران ډير خوشحاله شول .که څه هم سونيا د هغو کړو وړو ستاينه ونه کړه کوم چه د هغی ملاتړ يی وکړ ، خو سونيا ملی کانګرس تر واقعی کنترول لاندی و . خلکو په ډير احترام هغی ته ميرمن ګاندی ويل ، خلک د سونيا تش په نامه رول او موثريت ته په ډيره درنه سترګه ګوری ځکه چه د هغی په لرلو سره دننه په ملی کانګرس کښی جنګی مورال جګ او په انتخاباتو کښی د خلکو د ملاتړ ميزان زيات دی . بالاخره ملی کانګرس سونيا دهند د صدراعظمی په توګه وټاکله ، خو د ډول ډول علتونو له کبله هغی د صدراعظمی له دندی څخه استعفا وکړه

(عکس :د هند په سږنی عمومی انتخاباتوکی د سونيا ګاندی په مشرۍ ملي کانګرس  بری موندلی دی) .