د سين هوا أژانس د خبر لمخې د چين د خارجه وزارت د أسيايي چارو د لوي مدير څيوي تيان کای په مشرۍ د چين د حکومت يوکاري ګروپ پرون (د جون په ديارلسمه نيټه ) کابل ته ورسيد څو چه په چينايي کارګرو باندي د تروريستي بريد په اثر پاتې شوي مسئلې حل کړي او د افغانستان له حکومت سره په دې هکله مشوره وکړي ٠ ښاغلي څيوي تيان کاي د افغانستان د دولت له مرستيال پوهاند نعمت الله شهراني او د خارجه وزارت له مرستيال محمد حيدر رضا سره د پيژندګلوۍ کتنې وکړي ٠ شهراني وويل چه د افغانستان حکومت به حتمأ مجرمين ژر ونيسي ، هغه هيله څرګنده کړه چه دغه ناوړه پيښه به د افغانستان او چين ترمنځ په روابطو باندي بده اغيزه وا نه چوي ٠ څيوي تيان کاي د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چه په افغانستان کي د چينايانو د امنيت د تامين دپاره هرراز لازم تدبير غوره کړي ٠ هغه زياته کړه چه که څه هم په چينايي کارګرو باندي تروريستي بريد وشو ، خو د افغانستان د بيا رغاونې د ملاتړ په هکله د چين رويه او له تروريزم سره د کلکې مبارزې په کله د چين دريځ نه بدليدونکي دی ٠ د چين د حکومتي ګروپ غړو په روغتون کې د ټپې شويو پنځو چيني کارګرو پوښتنه هم وکړه
( عکس :د چين د حکومت د کاری ګروپ مشر او د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارولوي مديرڅيوي تيان کای (کيڼ ٢) او لوي سفيرسون يوشي ( کيڼ ١) په روغتون کی د ټپی شويوچينی کارګرو پوښتنه کوي)