د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان داخله وزير فيصل سالح حيات د جون په ١٣ نيټه ماښام په اسلام اباد کی له خبريالانو سره د مرکی په تر څ کی اعلام وکړ چه د القاعدی د يوه مهم غړي په شمول هغه لس تنه مشکوک کسان ونيول شول کوم چه د جون په لسمه نيټه يي په کراچی کی د پاکستان د نظامی لاريو پر کاروان باندي د بريد په پيښه کی تورن دی .
نوموړی زياته کړه چه نيول شوي نوموړي مهم غړي د موسد اروچی نومی عربی دی او د القاعدی د دريم لمبر شخصيت او د سپټمبر د ١١ پيښی د عمده طرحوونکی خاليد شيخ محمد خوری دی .
حيات وويل ، د پاکستان د دغه عملياتو له برکته د القاعدی د تروريستی شبکی يوه مهمه خوله ماته شوي ده .