د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان د انتقالی اسلامی دولت رئيس حامد کرزی د جون په ١٣ نيټه دا خبره بيا تائيده کړه چه د طالبانو د رژيم له تر پښو لاندی کيدو نه وروسته د افغانستان لومړی ځل عمومی انتخابات به د سپتمبر په مياشت کښی پر وخت وشی٠
رئيس حامد کرزی چه اوس په امريکه په مسافرت بوخت دی، د امريکې د ان بی سی راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کښی دا څرګنده کړه چه د افغانستان انتقالی حکومت قوی هيله لری چه عمومی انتخابات به د سپتمبر په مياشت کښی وشی ٠ هغه وويل چه د افغانستان خلک هيله لری چه پخپله خپل حکومت انتخاب کړی٠
کرزی وويل چه انتقالی حکومت له داسی سخت فشار سره مخامخ دی چه د افغانستان خلک د سپتمبر په مياشت کښی د عمومی انتخاباتو د پروخت جوړيدو په باب غوښتنه لری٠ که زيات انتخابوونکی خپل نوم ثبت نه کړی، خو انتخابات به بيا هم پروخت وشی٠ د اټکل له مخی ، د روانې اوونې تر پايه پوری به څلور مليونه انتخابوونکی خپل نوم ثبت کړی٠ د ده په نظر که دا تمائل نور د دوو مياشتو دپاره وساتل شی، نو د انتخاباتو بهير به په ډيره سالمه توګه پرمخ ولاړ شی٠