<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-14 21:27:18    
د چين د يون نان په ولايت کښی خارجی تصدۍ په پوره اطمينان او ډاډسره فعاليت کوی .

cri

د روان کال د می تر مياشتی پوری د انګليستان د بی ايند قو د کور د تزيين کولو د ساختمانی موادومارکټ چه په اروپا کښی د ساختمانی موادو ډيرلوی

سوپرمارکټ دی ، د چين په لويه وچه کښی اتلس ځنځيری دکانونه پرانيستلی دی ، د جنوب لويديځ چين د يو نان ولايت دکون مينګ په ښارکښیکارکيټ يو داسی ځينځيری مارکيټ دی چه د بی ايند قو دکان د مقر څخه ليری واټن لری اود سمندر له سطحی څخه هم زيات لوړوالی لری . د بی ايند قو د مارکټ او د کون مينګ ښار په ګډه پانګه د جوړ شوی شرکت عمومی مدير ښاغلی وو يو مينګ په دی نيژديو وختونو کښی زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه د بی ايند قو مارکټ ځکه د کون مينګ په ښار کښی فرعی څانګی پرانيزی ، علت يی دا دی چه دوی د کون مينګ دراتلونکی انکشاف په مقابل کښی پوره اطمينان لری ، په تيره بيا د يون نان ولايت د مرکز په توګه د چين د لويديځو سيمو په وده کښی د کون مينګ ښار په موقعيت ښه پوه شوی د ی. هغه وويل چه د يون نان په ولايت او په نورو ولايتونو کښی د چين د لويديځو سيمو د ودانولو دپاره د پلان تطبيق دچين يو مهم کار دی ، نو ځکه مونږ د کون مينګ ښار د اساسی مرکز په توګه ټاکلی دی .، کون مينګ يو توريستی ښا ردی او په راتلونکی وخت کښی به په يو بين اللملی ښار بدل شی ،مونږ د پروګرامونو د تطبيق په بهيرکښی زيات تحقيقات کړی دی او د کون مينګ د ښار د ودی په مقابل کښی ډير خوشبين يو .

د يون نان ولايت له هغو ولايتونو څخه شميرل کيږی چه چين پکښی د لويديځو سيمو دودانولو دپاره پلان تطبيقوی . دغه ولايت د څه د پاسه څلورزروکيلو ميترو په اوږدوالی سرحدی کرښه لری او په جلا جلا توګه له ويتنام ، لاوس او ميانمر سره نښتی دی .علاوه پردی نادرو او ارزښتناکو وحشی حيواناتو او نباتاتو زيات ډولونه شته . د خاص سيمه ايز تفوق، د منابعو تفوق او د ورخلاصون او ګټوری پاليسۍ له کبله اوس د يون نان ولايت د پانګه اچوونکو دجلب او جزب بازار ګرځيدلی دی . يعنی دکون مينګ په ښار کښی د ٢٠٠٢ کال د سپټمبر په مياشت کښی د بی ايند قو د مارکيټ فرعی څانګه پرانيستله شوه . عمومی مدير وو يو مينګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه د دوو کالو نه راهيسی نوموړی مارکيټ ډيره چټکه وده کړی ده ،د تيرکال د همدی مودی په نسبت روان کال د تزيين کولو ساختمانی موادو د خرڅولو اندازه په سلو کښی پنځوس زياته شوی ده . د ښاغلی هو په نظر د بی ايند قود مارکيټ کاميابۍ د محلی ځای د حکومت له ملاتړ سره مستقيمی اړيکی لری او ددوی د مکملو تجارتی مالونو او ښه خدمتی سيستم له کبله د محلی ځای اوسيدونکو دغه خارجی مارکيټ منلی دی . پيغلی وانګ لی چه په خاص ډول دکوټۍ د غولی پر مخ د لرګيو د تختو دفرش د اخيستلو دپاره دلته راغلی وه، خبريال ته وويل چه د دغه مارکيټ د توليداتو کيفيت نسبتا ښه دی او خدمتی رويه يی هم ښه ده.، که د نوموړی شرکت توليدات دچا خوښ نه شی ، نو کولی شی چه هغه بدل کړی . په دغه مارکټ کښی د کور د تزيين کولو بيلا بيل نرخونه لرونکی ساختمانی مواد شته .مونږ د کور د تزيين کولو په برخه کښی لږ معلومات لرو ،نو ځکه مونږ په دی نه پوهيږی چه کوم شيان ښه دی اوکوم شيان ښه نه دی ،مګر که مونږ په دی باره کښی د مارکيټ له خرڅوونکو څخه پوښتنه وکړو، نو دوی به د توليداتو د خصلت او خصوصيت په باب مونږ ته معلومات راکړی .

د يون نان ولايت د اقتصادی ودی او د پانګه اچوونکی چاپيريال د ښه والی سره سره اوس دهغو خارجی تصديو شمير چه هلته پانګه اچوی ، مخ په زياتيدو دی . د احصائيی له مخی د تير کال تر پايه پوری څه د پاسه دوه زروڅلور سوو خارجی تصديو د يون نان په ولايت کښی پانګی اچولی دی . دغو خارجی تصديو نه يوازی د نوموړی ځای اقتصادی وده پرمخبيولی ده ، بلکه يی ورڅخه زياتی ګټی اخيستی دی

(عکس : د ٢٠٠٤کال لپاره د وين نان ولايت د کون مينګ د صادراتې اووارداتی مالونو نندارتون)