<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-15 09:42:39    
د چين د هغو کارګرو د مړيو جسدونه چه په افغانستان کښی ووژل شول چين ته بيرته ستانه شويدی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د يوولسو تنو هغو انجنيری پرسونلو د مړيو جسدونه کوم چه په افغانستان کښی له تروريستی حملې سره د مخامخيدو له امله مړه شول، د روانې مياشتې په څوارلسمه نيټه نيمه شپه د چين د مخصوصې الوتکې په وسيله د چين د جيانګ سی ولايت مرکز يعنی د نان چيانګ ښار ته بيرته ستانه شويدی٠

د چين د خارجه چارو او تجارتی چارو د وزارتونو، د جيانګ سی ولايت د حکومت او نورو مربوطو څانګو نماينده ګانو ، د مړه شويو کارګرو د کورنيو غړو او د افغانستان د عامه فوايد د وزارت مامور چه د نوموړو جسدونو د سپارلو دپاره چين ته راغلی ، په هوايی ميدان کښی د مړيو د جسدونو د تسليمولو او منلو په مراسمو کښی برخه واخيستله٠

برسيره پردی د چين څلور تنه ټپيان شوی کارګر هم په همدې شپه د چين د يوې بلې مخصوصې الوتکې په وسيله د چين د شان دونګ ولايت مرکز يعنی د جی نان ښار ته بيرته ستانه شوی او ورپسی ولايتی روغتون ته سپارل شويدی٠