<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-15 09:54:34    
کبان -د روغتيا له پاره ګتور خوراک

cri

د غذائيت له نظره کب د نورو غوښو په نسبت د صيحت له پاره ډيره ګټه لري ٠ په يوه تحقيقاتي راپوټ کې دا ثابته شوي چه په امريکه کې د هغو کسانو شمير چه د ويني د فشار او د زړه په ناروغيو اخته دي ، د جاپانيانو په نسبت ډير زيات دي ٠ همداشان په امريکه کې د دغو ناروغانو په اثر مړ کيدو ميزان هم لوړ دي ٠ ولي؟ يو مهم علت يي دا دي چه زيات امريکايان د کوچ او چربدارو خوراکونو ډير خوښيږي او زيات يي خوري ٠ خو جاپانيان د کبانو خوړلو عادت لري ٠ د علمي څيړنې له مخې د کب په غوښه کې کلسترول د نورو غوښو نه ډير کم ، خو البومين يي ډير زيات دي ٠ نو ځکه د کب خوړل د صيحت خصوصأ د زړه او فشارخون د ناروغانو له پاره ډيره ګټه لري ٠

ټولو ته معلومه ده چه د وينې فشار ناروغۍ ډيره خطر ناکه ده ، زمونږ په نظر دغه ناردغۍ د خوراکونو سره نژدي اړيکي لري ٠ په چين کې د خلکو په اصطلاع د عمر اوږدوالي د ورځني خوراکونو په معقوليت پوري اړه لري ٠ د شريان د کلکوالي پر ناروغۍ باندې د څيړنې څخه دا کشف شوي چه ډيره ناروغۍ مثلأ د وينې لوړ فشار ، د شريان کلکوالي ، د زړه ناروغۍ او د سرخون ريزي د وړکتوب نه پيل او د اوږدي مودي د غذا د خوړلو د بد عادت له امله رامنځ ته کيږي ٠ مثلأ د اوږدي مودي له پاره زيات خوړل او څښل او لږ ورزش کول د چاغوالي سبب دي ٠ د وينې د فشار ناروغۍ د ډيرو مالګينو خوراکونو د خوړلو بده نتيجه ده ، د چرب داري غذا زيات خوړل د شريان د کلکوالي د رامنځ ته کيدو سبب دي ٠ د دماغ خون ريزي د زياتې مالګي د خوړلو او په وجود کې د البومين د کمبود له امله راپيدا کيږي ٠ د وينې د لوړ فشار د مخنيوي له پاره دي لومړي مالګه کمه وخوري ٠ مګر د ځينو خلکو په نظر که په غذا کې مالګه کمه واچول شي ، خوراک به بي خوند وي ٠ ښه به دا وي چه د اشپزۍ له هنر څخه ښه زده کړه وکړي ٠ مثلأ په سوپ کې لږه مالګه واچوي ، خو د خوند د زياتولو له پاره د خپلې علاقې سره سم نوري بيلې بيلې مسالې پکې اچول کيږي ٠ هم کيداي شي چه تروه او خواږه او داسي نور خوراکونه جوړ کړي څو چه خپله استها زيات شي