<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-15 20:43:41    
په حيوانوونکو نويو او رومانتيکو طريقو د واده کولو مراسم

cri

د پسرلي په فصل کی د مي مياشت د رومانتيک نه ډکه مياشت ګڼله کيږي او زيات شمير مينان په دی وخت کی واده کوي ٠نن ورځ ،د چين زلميان او پيغلې چه په نويو څيزونو او نوي بدلون پسي ګرزی ، د واده کولو د لا زياتو غني او رنګارنګو طريقو په ازموينو پيل کوی څو چه خلک ددوی د واده کولو مراسم راياد کړی ٠

لومړی ،په هواکی واده کول ٠ زوم او ناوي د لوي بالون په سپرلۍ په هوا کی واده کوي٠ د روان کال د مې د لومړنی نيټې د سهار په اتو بجو،د تيان جينګ ښار د سپورتي مرکز په ميدان کی دوو جوړو سينګار شويو زومانو او ناويو د لويو بالونونو په سپرلی په هوا کی د واده کولو مراسم پرځاي کړل ٠ لوي بالونونه د خلکود تودو چکچکو په اوازونو کی ورو ورو هوا ته پورته شول٠ دوو ناويو په پرله پسي توګه په لاسونو کی تازه ګلان ښورول او د دوو زومانو مخونه له وياړ او هيجان نه ډک وو٠

کله چه خبريال له زوم او ناوي څخه پوښتنه وکړه چه ولی مو په هوا کی د واده کولو طريقه غوره کړی ده ؟ زوم جانګ ګوه سين په ډيری خوشحالې سره وويل چه مونږ له هر ډول نوي څيز څخه خوند اخلو ٠د يوې بلې جوړې زوم او ناوي لا په ډاګه ځواب ور کړ چه مونږ بدلون خوښوو او غواړو چه ټول خلک زمونږ هوايي واده کول را ياد کړی

دوهم ، د چين او لويديځی نړۍ د پيوستون واده کول – زومان او ناوي لومړی په کليسا کی د لويديځ عادت او بيا په هوټل کی د چيني دود دستور سره سم د واده کولو مراسم تر سره کوي ٠

د استراليا نه راغلي ښاغلي پال د تيان جينګ ښار له پيغلې سيو سره د می په لومړی نيټه د چين او لويديځی نړۍ په پيوستون د واده کولو مراسم پر ځاي کړل ٠ د غرمې نه وروسته په ٢ بجو ، د واده کولو مارش موزيک پورته شو ، ناوي سيو سپين کميس اغونستي و او د خپل پلار په بدرګه د کليسا له رسمې دروازی نه ورو ورو د زوم خوا ته روانه شوه ٠ د کشيش تر رياست لاندې ، ناوې او زوم يو بل ته ګوتي ور کړه او د واه کولو د وفاداری لوړه يي وکړه ٠ ور پسي ناوې او زوم په موټر کی هوټل ته ورغلل او هلته يي بيا د چينی عادت سره سم د واده کولو مراسم پر ځاي کړل ٠ ناوي خبريال ته وويل چه د دواړو خواوو د عنعنوي کلتور د احترام کولو او زمونږ د خارجي خپلوانو له خوا د چين د واده کولو د دود دستور د معلومولو لپاره ، مونږ فيصله وکړه چه په د وو بيلا بيلو طريقو د واده کولو مراسم تر سره کړو ٠

دريم ، تر اوبو لاندې واده کول ٠ وروسته تر هغه چه پروسږکال د بيجينګ سمندري غرفي تر اوبو لاندې د واده کولو طريقه رامنځ ته کړی ده ، زيات شمير زلميانو او پيغلو ورسره زياته علاقه څرګنده کړيده ٠ که څه هم تر اوبو لاندی واده کول د زومانو او ناويو لپاره يو اسان کار نه دی او دوي بايد د واده کولو نه مخکی تر اوبو لاندې د فعاليت زيات تمرينونه وکړی ، خو دا سم تر اوبو لاندې د واده کولو لويه خوښي ده ٠

څلورم ، توريستي واده کول ٠ پيغلې وانګ فيصله وکړه چه د موټر د کرايي کولو

له شرکت نه يو کوټه ايز بس په اجارې واخلي څو چه په نيمه يا يوه مياشت کی د کوټه ايز بس په چلولو سره توريستی واده وکړي ٠برسيره پردی ، ځيني زلميان او پيغلی هيله لري چه د نيکمرغو ښاپيريانو په توګه د موتورد نه لرونکی الوتنې په وسيلې واده وکړی ٠ دغه راز زيات شمير زلميان او پيغلې هم د واده کولو د نورو رنګارنګو طريقو ډيزاين کوي او هيله لري چه د واده کولو د نويو او حيرانو طريقو له لاري په رومانتيګ ډول څرګند شي او د خپلو واده کولو مراسم په تمام عمر کی هير نه کړی ٠