<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-15 21:08:40    
په چين کی د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د پام کولو طريقې مخ پر زياتيدو دي

cri

اوس په چين کی د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د پام کولو طريقه د بدلون په حال کی ده ٠ د اوږدی مودې راهيسي ، په چين کی د کوچنيانو خيريه سازمانونو د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د پام کولو وظيفه په غاړه درلوده ٠ خو د نورو خلکو په کورنيو کی د دغو کوچنيانو د روزلو د طريقې په رامنځ ته کيدو سره ، لا زيات هغه کوچنيان چه پخوا يي د کوچنيانو په خيريه سازمانونو کی ژوند کاوه ، کورنيو ته داخل شوي او هراړخيزه پاملرنه او روزنه يي حاصله کړيده ٠

په چين کی د کوچنيانو د خيريه سازمانونو له خوا يتيمانو او معلولو کوچنيانو ته خدمت ور کول د کوچنيانو د خيريه چارو مهمه برخه ده ٠ خو د ټولنيزو خيريه چارو په انکشاف سره ، په تيره بيا د ټولنيز ژوندانه د سويي په لوړيدو سره ، خلک نه يوازي د يتيمانو او معلولو کوچنيانو فيزيولوژيکي اړتيا ته ، بلکي ددوی روحي اړتيا ته هم لا زياته توجه ور کوي ٠

د احصايي له مخی ، په دی وروستيو کلونو کی ، د ټولنيزو خيريه سازمانونو له خوا د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د منلو شمير په تدريجي توګه زيات شوي دی ٠ ددي لپاره چه لا زيات کوچنيان د کورنيو له لارې په ټولنه کی داخل شي ، د چين د مدني چارو وزارت په ٢٠٠٠ کال کی په ښکاره توګه دا وړاندبز کړي دی چه بايد د نورو خلکو په کورنيو کی د يتيمانو او معلولو کوچنيانو روزل د کوچنيانو د خيريه چارو د انکشاف يوه مهمه لاره وګرزي ٠ له حقايقو نه څرګنده شوي چه د نورو خلکو په کورنيو کی د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د روزلو طريقه د کوچنيانو د ودې له

قوانينو سره مطابقه ده او د کوچنيانو د روغتيايي روح د روزلو لپاره هم ستر رول لوبوي ٠

خبريال د چين د مدني چارو د وزارت نه معلومات اخيستي چه اوس د مدني چارو څانګې تدبيرونه غوره کوي چه د کوچنيانو د خيريه سازمانونو د خدمت طريقواولارو چارو ته بدلون ور کړي ٠ په عين حال کی به دوي هم د نورو خلکو په کورنيو کی د يتيمانو او معلولو کوچنيانو د روزلو د نظارت لپاره دفترونه جوړ کړي څو چه دغه کار ورځ په ورځ بشپړ شی ٠