<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-16 09:40:42    
بوش له افغانستان سره د مرستې په باب د امريکې پنځه نوی تدبيرونه اعلام کړل

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د امريکې جمهوررئيس بوش د جون په ١٥ مه نيټه په سپينه ماڼۍ کښی د افغانستان د انتقالی اسلامی دولت له رئيس حامد کرزی سره خبرې اترې وکړې٠ ورپسی جمهوررئيس بوش په يوه مطبوعاتی غونډه کښی اعلام وکړ چه امريکه به د پنځو نويو تدبيرونو په نيولو سره له افغانستان سره مرسته وکړی تر څو چه په افغانستان کښی سوله، ثبات او سعادتمنی ترسره شی ٠

جمهوررئيس بوش وويل چه امريکه به لومړی په مداومه توګه د افغانستان د ديموکراتيکو ارګانونو د جوړلو دپاره ورسره مرسته وکړی او د افغانستان راتلونکی هغه پارلمانی غړی به وروزی کوم چه ژر به انتخاب شی ، دوهم – د افغانستان دپاره به څو مليونه ټوکه نوی تدريسی کتابونه چاپ کړی او په بيلا بيلو ولايتونو کښی به عصری ښوونځی او په کابل کښی د ښځينه ښوونکو د روزلو ښوونځی جوړ کړی، دريم - په روان کال کښی به دوو سوو پنځوسو تنو افغانانو ته بلنه ورکړی چه د کلتوری تبادلې په فعاليتونو کښی د ګډون دپاره امريکې ته لاړ شی ترڅو چه د امريکې او افغانستان ترمنځ کلتوری تبادلې پراخې شی، څلورم - د امريکې او افغانستان ترمنځ اقتصادی او تجارتی روابط به پرمخبوزی او پنځم – په مداومه توګه به د افغانستان د ښځو استخدام ته مالی مرسته ورکړی ٠

رئيس حامد کرزی د امريکې له مرستې څخه مننه څرګنده کړه او هيله يی وکړه چه له امريکې سره خپلو ټينګو روابطو ته انکشاف ورکړی٠