. زمونږ د راډيو د خبريال د خبر له مخی د افغانستان مامورينو د جون په شپاړسمه نيټه وويل چه نن سهار د کندز په ښار کښی د بم چاودنه وشوه چه په نتيجه کښی لږ ترلږه څلورتنه افغانان مړه او دوه تنه ټپيان شوی دی . د محلی ځای د پوليسانو په قول په محلی وخت د سهار په لسو بجو په افغانستان کښی دسوله ساتی د فوځ په اړه د المان يوی نظامۍ لارۍ ته نژدی دبم چاودنه وشوه ،.موټروان او دری تنه لارويان ځای پرځای مړه شول چه په دی جمله کښی دوه تنه ماشومان شامل وو .د چاودنی علت اوس ترڅيړنی او پلټنی لاندی دی
( عکس : د جون په ١٥نيټه يوافغان د چين د کارګرود دفتر په دروازه کی د پيره دارۍ دنده په غاړه اخلې .) .