<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-16 20:43:18    
په نړۍ کي د چيني ژبي د زده کولو توده څپه

cri

د چين د اقتصاد په چټګه پرمختيا او د دولت د عمومي قوت په قوي کيدو سره د مخ په زياتيدونکو خلکو توجه چين ته اړول شوې ده ٠ اوس په نړۍ کي د چيني ژبي د زده کولو توده څپه په بين المللي صحنه کې د چين د سترې اغيزې د پياوړي کيدو څرګندوي دي ٠ د معلوماتو له مخې پروسږکال په ټوله نړۍ کي د پنځو اتياو هيوادونو په دوو زرو يو سلو پوهنتونونو کي د چيني ژبي زده کړې ته ځای ورکړ شوی او په نړۍ کي پنځه ويشت مليونه بهرنيان په چيني ژبې زده کړه کوي ، دغه راز هغه بهرنې محصلين چي د چيني ژبي د زده کولو له پاره چين ته راغلي ، شپيتو زرو تنو ته رسيدلي دي ٠ بهرنيانو ته د چيني ژبي د ور زده کولو په هکله د چين د ژبو پوهتون په چين کي يو مهم پوهنتون دي ، د دغه پوهنتون د جوړيدو دڅه د پاسه څلويښتو کالو نه راهيسي په دي پوهنتون کي دنړۍ د يو سلو شپيتو هيوادونو او سيمو له پاره څه د پاسه پنځوس زره محصلين روزل شوي چي د چيني ژبي او د چين د کلتور د معلومولو په برخه کي ډيره تکړه او وتلي دي ٠ سږکال په دي پوهنتون کي بهرني محصلبين څه د پاسه څلور زرو سل تنو ته رسيږي ٠ يوې امريکايي محصلې چي چيني نوم يي باي لينګ دی ، پروسږ کال په سپتمبر کې له امريکې نه راغلې ، هغې وويل چه له دي امله چه زه د چين د کلتور او ښکلي منظري سره ډيره مينه لرم ، نوځکه د چيني ژبي د دزده کولو او چين ته د سفر له پاره بيجينګ ته راغلې يمه ٠ له جاپان نه راغلي يو زده کونکي خبريال ته وويل چه اوس په جاپان کي په چيني ژبې او انګليسي ژبې پوهيدل يو شان اهميت لري ٠ ډير لوي شرکتونه ټول غواړي چه هغه استعداد لرونکي کسان راجلب کړي چي چيني ژبه يي ښه زده وي ٠ په دي وروستيو کلونو کي د هغو بهرنيانو شمير چي په چيني ژبه زده کړه کوي ، د چټک زياتوالي له امله د چيني ژبي امتحان يعني ايچ ايس کې د زياتي توجه وړ سبب ګرزيدلي٠ دغه ازموينه او امتحان په عمده توګه د هغو خارجيانو له پاره چه مورنې ژبه يي چينايي ژبه نه ده، د چيني ژبې د سويي د ارزيابي او أزمايش کولو په غرض ايجا د شوي دولتي ميعاري امتحان دي چي د ازموينې موفقتونه به د چين په بيلا بيلو درجو ښونځيو او پوهنتونونو کې د پوهنې د ترلاسه کولو په هکله د اړوندو کسانو د چيني ژبې د سويې د معلومولو په توګه وټاکل شي ٠دغه راز نوموړي موفقيت به هم په نړۍ کي داستخداميدو په هکله دچيني ژبي داستعماليدود لياقت د ښودلو په توګه ثابت شي ٠ د بيجينګ د ژبو د پوهنتون د پروفيسر سون د څرګندونو له مخې پروسږکال د ايچ ايس کې په ازموينه کي د برخه والو زده کونکو شمير يو شپيتو زرو نهو سوو يو څلويښتو تنو ته رسيدلي دي چي دغه شمير د وړم کال په نسبت په سلو کي نهه زيات شوي دي ٠ دغه راز دنوموړي ازموينې د درجو د سيستم په بشپړيدو سره د ازموينې ورکونکو عمر هم په پرله پسي توګه پراخ شوي دي ٠ مثلأ پروسږکال په نوموړي ازموينه کي د ګډون کونکو بهرنيانو نه ډير اوږد عمر يي دوه اويا او ډير وړوکې عمر يي ديارلس کلن و ٠ د خبر له مخې اوس د امريکې ، جاپان ، د کوريا د جمهوريت او نورو هيوادونو په يو شمير منځنيو ښونځيو او پوهنتونونو کي پرته دچيني ژبي د روزنې نه بلکه هم د چين د نقشې، ليکنې او تاجي جمناستيک داسي نور د چين د عنعنوي کلتور په ارتباط درسونه ترتيب شوي دي ٠ بر سيره پر دې دحکومتونو ترمنځ د کلتوري تبادلي پياوړتيا هم د چيني ژبي د زده کولو په هکله بيرمخبيونکي رول لوبولي دي ٠ لکه پروسږکال د چين او فرانسي په دوو هيوادونو کي د دواړو هيوادو ترمنځ د کلتوري تبادلي د کال په باب فعاليت ترسره شو٠ د دغه فعاليت د اجرا کيدو له لاري د چين د کلتور په باب د فرانسويانو معلومات ډير زيات شوي او زياته توجه يي چين ته اړول شوي ده ٠ د معلوماتو له مخې د نوي چين د جوړيدو لږه موده وروسته په ١٩٥٠ کال کي د ختيځې اروپا له هيوادونو دري ديرش تنو بهرنيو محصلينو د لومړي ډلي بهرني محصلينو په توګه د چيني ژبي د زده کولو له پاره چين ته راغلي وو٠ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجرا کيدو د څه د پاسه شلو کالو نه وروسته تر اوسه د چين په بيلا بيلو عالي پوهنځيو او پوهنتونونو کي د نړۍ د يو سلو اوياو هيوادو او سيمو څلور لکه شپيته زره تنه بهرني محصلين ومنل شول ٠ پوره باور دی چي د چين د اقتصاد په دوامداره او چټکه پرمختيا سره د چين کلتور به پر نورو هيوادونو باندې ستر ه اغيزه ولري ،او د چيني ژبي د زده کولو توده څپه به لا وساتل شي