<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-16 21:13:21    
د ويتامين په باب څه نا څه معلومات

cri

درې زره پنځه سوه کاله د ميلاد مخکي مصريانو د شب کوري د علاج دپاره موثر مواد پيدا کړ چه دغه مواد ويتامين ای دی ٠ په ١٦٠٠ کال کي د ډاکترانو په نظر د ژويو د جګر خوړلو د شب کوري د علاج دپاره ډيره ګټه درلوده ٠په ١٧٤٧ کال کي د سکودلنډ ډاکتر ليند کشف کړ چه ليمو د اسکربوت د تداوي دپاره ګټور دی چه وروسته تصديق شويدی چه په ليمو کي ويتنامين سي شته ٠په ١٩١١کال کې د ويتامين نوم د پولند د کيميا پوه فونک لخوا ونومول شو ٠ په ١٩١٦ کال کې ويتامين بي او په ١٩٢٢کال کي ويتامين يي جلا شول او په ١٩٣٣کال کي تر استفادې لاندي راغلل ٠په ١٩٤٨ کال کې د التهاب د له منځه وړلو او په ١٩٧٠کال کې د زوکام يا والګۍ د علاج دپاره ويتامين سي استعماليده ٠

که څه هم ويتامينونه د متابوليت کيدو او د فيزيولوژيکي عملونو د ساتلو دپاره لازم مغذي مواد دي ٠ ځينې کسان هميشه ويتامينونه خوري ځکه چه خلک په دې باور دي چه ويتامينونه د سرطان ، د زړه او وينو د ناروغيو حتی د زوکام يا والګۍ د وقايې دپاره ستر رول لري ٠ مګر د امريکې د روغتيايي ټولنې په اند روغ جوړ نارينه او اميدوارې يا ولادي ښځې د ويتامينونو خوړلو ته اړتيا نه لري ، برعکس که زيات ډوله ويتامينونه وخوړل شي ، روغتيا ته به يي ډير تاوانونه ورسول شي ٠ د عالمانو د لارښوونې او سلامشورې سره سم که په خپله خوښه ويتامين سي استعمال شي ، د وجود د مصونيت توان به کمزور شي ٠ دغه راز له ټاکلي حده د ويتامين اې استعمال اميدوارو ښځو ته ډير تاوان رسوي مثلا ناقص ماشومان به وروزيږوي ٠ د وروستيوکلونو راهيسې د زياتو کسانو په نظر د ويتامين يي خوړل د عمر د اوږدوالي او د ښکلا د ساتنې دپاره ډيره ګټه لری ، خو دوي په دي نه پوهيږي چه د ويتامين يي د خوړلو ګټه له زيان نه زياته ده٠ د ويتامين دي د کمبود په اثر د ماشوم د هډوکو د کوږوالي او د نرموالې ناروغی رامنځته کيږي ٠ د ويتامين دي د پوره کولو دپاره ډيره ساده طريقه دا ده چه ماشوم بايد د لمر وړانګو ته پري ايستل شي ځکه چه په پوستکو کي يوه ډول ماده تر ماورا بنفشو وړانګو لاندي په ويتامين دي بدليږي ، نو ماشوم يوازي هره ورځ د شلو دقيقو دپاره د لمر تر وړانګو لاندي وساتل شي ، نو د ويتامين دي اړتيا به يي پوره شي ٠ دغه راز په هګي ،د ژويو په جګر او د کب په غوړيو کې زياته اندازه ويتامين دي هم پيدا کيږي ٠ د انسان په وجود کې په سلو کي اتيا ويتامين دي پخپله ترکيبيږي ٠ ويتامين بي او سي د ادرارو او غايطه موادو له لاري دفع کيږي ،خو که له ټاکلي اندازې نه ويتامين دي وخوړل شي ، په جګر ، عضلو او شحم کي زيرمه کيږي چه د زيات ويتامين دي د زيرمې په اثر مسموميت رامنځته کيږي ٠ښه به دا وي چه د داکټرانو د مشورو او لارښوونې سره سم د ويتامينونو په خوړلو لاس کړو ٠