<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-17 16:02:32    
هو جين تاو له حامد کرزي سره وکتل

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو د جون په ١٦ نيټه په تاشکند کی د افغانستان د انتقالی دولت د رييس حامد کرزي سره وکتل . کرزي د کوربه هيواد د ميلمه په توګه په تاشکند کی د شانګهای د همکارۍ د موسسې په سرمشريزه غونډه کی برخه درلوده .

د کتنی په ترڅ کی رييس هوجين تاو په افغانستان کی پر چينايي کارګرو باندي د تازه تروريستی بريد له امله خپله حيرانتيا او خواشينی  څرګنده کړه . هغه وويل چه د چين حکومت او خلک نوموړي ظالمانه وينه تويوونکی کړه وړه سخت غندی . هغه په تاکيد سره وويل ، له تروريزم سره دمبارزی او درو تروريستی قواوو ته د ضربت رسولو په هکله د چين د حکومت اراده او عزم به هيڅکله بدل نه شی او چين به د تروريزم په ضد نړيواله مبارزه کی فعاله برخه واخلی .دغه شان به چين د پخوا په شان د چين او افغانستان ترمنځ د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او د متقابلو ګټو پر بنا د همکارۍ د ټينګتيا او پياوړتيا لپاره هلي ځلی وکړي او د افغانستان دسولی او بيا رغاونی د بهير ملاتړ به وکړی او پکی برخه واخلی .

حامد کرزي وويل ، دافغانستان حکومت په هيڅ وجه هرراز تروريزم نه تحملوی او په ټينګه سره به تروريزم په پرله پسې توګه وځپی.

رييس کرزي له دي امله د چين له حکومت څخه مننه څرګنده کړه چه د افغانستان د سولی او بيارغاونی په کارکې دخپلو دوامدارو هلوځلو تياري يی بيا  څرګند کړی دی .