د سين هوا اژانس د خبرله مخی دامريکی سپينی ماڼی د جون په شپاړلسمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل چه پرون دامريکی جمهور رئيس بوش په رسمی ډول اعلام وکړ چه پاکستان د ناتو بلاک يو غير عمده متحد دی .دغه عمل به په نظامۍ ساحه کښی د امريکی او پاکستان تر منځ همکارۍ ته نوره هم پياوړتيا ورکړی . روان کال د مارچ په مياشت کښی د امريکی خارجه وزير پاول په پاکستان کښی د مسافرت په وخت کښی د بوش په نماينده ګۍ د پاکستان د حکومت د هغوکوششونو څخه مننه وکړه کوم چه د تروريزم په ضد مجادله کښی يی ترسره کړی دی . هغه هم اعلام وکړ چه امريکا به په پنځو کالو کښی پاکستان ته د درو مليارډو امريکايی ډالرو په ارزښت مرستی ورکړی او د يو مليارډْو پنځو سوو مليونو ډالرو په اندازه به د پاکستان پورونو معاف کړی.
|