د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان فوځ د جون په ١٧ مه نيټه شپه له افغانستان سره په سرحدي قبايلې سيمه کی د حکومت په ضد يو تن قبايلي مشر نيک محمد چه د پاکستان د حکومت له خوا د هغه د توقيفولو امر شوي و د ډزو په اثر مړ کړ ٠ د پاکستان داخله وزير فيصل صالح حيأت د جون په ١٨ مه نيټه وويل چه نيک محمد د جنوبي وزيرستان د مرکز وانا ته په نژدی ځای کی ووژل شو او دده دري همکاران هم مړه شول٠ په هغه وخت کی دوی په يوه انګړ کی محاصره شوي وو ٠ نيک محمد د القاعدې د سازمان په ملاتړ يو قبايلي مشر و او هميشه يي هغو خارجي وسله والو کسانو ته پناه ورکوله کوم چه د پاکستان په قبايلي سيمه کی پټ شوي او د القاعدي له سازمان سره يي اړيکي درلودلې دی ٠
|