وانګ – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو عزتمنو اوريدونکو ! اسلام وعليکم٠ زه وانګ اين خه او ( زه )عنايت الله رمز ډير خوشحاله يو چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠
رمز – وانګ جانی ! دا مونږ ته د ډير وياړ ځای هم دی چه مونږ کولای شو دخپلو درنو اوريدونکو سره د همدی خپرونی له لاری د زړه خواله وکړو او د هوإ په څپو کښی د خپلو اوريدونکو او قلمی همکارانو د نيکو هيلو او درناويو څخه خوند واخلو ٠
وانګ – په همدی هيله چه مونږ د تل لپاره د خپلو اوريدونکو سره اړيکی ولرو نو د سي ار ای راډيو د پښتو خپرونی ته دی د ليکونو راليږل نه هيروی ٠
رمز – ددی دپاره چه اوريدونکی به مو د خپلو ليکونو د خپرولو انتظإر باسي لومړی ليک به راواخلو ٠
وانګ – دا لومړی ليک د افغانستان د کندهار ولايت څخه زمونږ دايمی اوريدونکی او د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونی دوست او مينه وال سميل زی ابراهيمی له خوا استول شوی چه مونږ ټؤلو ته يی ګيډی ګيډی سلامونه هم ليکلی دی ٠
رمز – د سميل زی ابراهيمی صاحب سلامونو ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه استوو او د هغوی دا عزل به هم ولولو چه ليکلی يی دی :
ساقی يو جام راکړه خمار يم د وخت
زخمی زخمی پرهار پرهار يم د وخت
له اندامونو می سری وينی څاڅی
رقيب شو ځلی په انګار يم د وخت
راځی ! نور پورته کړو قلم په ګوتو
د توپک والو څخه بيزار يم د وخت
خدای را خبر چه د وطن مينه لرم
زه ،شرافت ، د کندهار يم د وخت
وانګ – دا بل ليک د بلوچستان د ژوب څخه د سی ار ای ليسنرز کلب مشر ښاغلی رفيع الله مندوخيل راليږلی دی د ليک پاڼی دپاسه يی د چين ملی بيرغ او د چين د مرحوم رئيس ماوځه دونګ تصوير چاپ کړی او د ليک په ترڅ کښی يی د سی ار ای مشرانو او د پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو ته تاوده سلامونه وړاندی کړی دی ٠
رمز – مونږ هم ددوی تودو تودو سلامونو ته تاوده تاوده عليک وايو او د ښو او نيکو هيلو نه يی ډيره مننه کوو ٠ مندوخيل صاحبه !دا چه تاسو د ښاغلی داود بخت مندوخيل د ستړی څپی تر سر ليک لاندی کتاب مونږ ته را ليږلی وو او د نا څرګندعلت له امله بيرته واپس شوی دی مونږ ډيره خواشينی شولو ٠ مونږ تل د اوريدونکو راليږل شوی چاپی اثار د سترګو په ليمو منو او ډيره مننه کوو ٠ تاسوپه ليک کښی داسی ليکلی چه اوس زمونږ د کلب شمير نور هم مخ په زياتيدو دی او تر يو نيم سل تنو ته زيات شوی دی ٠ ددی خبر د اخستلو نه وروسته مونږ د پښتو څانګی ټول کارکوونکی ډير
خوشحاله يو او تاس ته توده مبارکی وايو٠ هيله لرو چه خپل ليکونه د تل لپاره راواستوی ٠ ستاسو د کلب د ټولو غړو د روغتيا او برياليتوب په هيله ٠
وانګ – رمز صاحبه ! اوس د مندوخيل صاحب دا ليکل شوی عزل ولوله !
رمز – ډير ښه ، داسی څرګنديږی چه زمونږ ددی خپرونی ډيره برخه د ښاغلی رفيع الله مندوخيل صاحب ليک ته وقف شوه ٠ نو عزل يی داسي پيل کيږی –
ښکلی زمونږ غوندی زړګی و چا ته نه ورکوی
په خوله جار جار وايی غمی و چا ته نه ورکوی
زمونږ د کلی د باغوان په بخالت شه خبر
ګلان خو څه کوی اغزی و چا ته نه ورکوی
خپلو ودونو کښی هم دغه اوسنی پښتانه
د پخوا په شان پټکی و چا ته نه ورکوی
ساقی د هغه ميکده په خپله ونړوی
چه شرابونه يی مستی و چا ته نه ورکوی
پر پښتنو پيغلو می زړه په دغه وجه شی جوړ
بنګړی به ورکړی خو ټيکری و چا ته نه ورکوی
ناکام به نشي هغه کس د نورو خلکو په څير
بخته ! چه حال د زړه بيخی و چا ته ورنه کوی
وانګ – دا بل ليک د کوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبی مرکزسکرتر سيد وارث خنيفی له خوا راستول شوی ٠ هغه په خپل ليک کښی ليکلی چه مونږ په ډير شوق
سره ستاسو پروګرامونه اورو چه ډير زيات می خوښيږی او ستاسو ددی لوړ خدمت څخه يو جهان مننه کوو _ ډير موده وشوه چه ستاسو احوال نه راځی ٠ امير لرو چه په راتلونکی کښی مو هير نه کړی ٠
رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو ، مجلی او نوری مطبوعاتی خپرونی به په راتلونکی کښی ددوی په پته وليږو٠
وانګ – او دغه ليک د صوبه سرحد د ضلع سوات څخه ښاغلی صفت علی راليږلی او په خپل ليک کښی يی داسی ليکلی چه زه د چين د بينالمللی راډيو پروګرامونه په ډيره مينه اورم او ټول پروګرامونه ډيرخوندور دی ٠ زما د زړه يو غټ ارمان دا دی چه چينی ژبه زده کړم ٠
رمز – د چينی ژبی د زده کړی سره د ښاغلی صفت علی مينه او علاقه د ستاينی وړ ده ٠خو مونږ په پښتو ژبه کوم چاپ شوی اثر نه لرو ٠ يوازی دا ويل غواړو چه مونږ دهرې پنجشنبی په ورځ زمونږ په خپرونه کښی د چينی ژبی لوست وړاندی کوو اولوستونه يي د انترنيټ په پاڼه کښی راځی ، تاسو کولای شي چه هم د راډيو او هم د انترنيټ له پاڼی څخه ګټه ترلاسه کړئ ٠ خوشحاله اوسی ٠
وانګ - د پاکستان د صوبه سرحد ضلع و تحصيل مانسهری نه قاری بهرام خان اميری د خپل ليک په ليږلو سره د چين د بينالمللی راډيو ټولو محترمو کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه او احترامات وړاندی کړی او ويلی يی دی چه زه ستاسو د راډيو پښتو خپرونه په ډير شوق سره اورم او ډير شوق هم ورسره لرم ٠ نو مونږ دده سلامونو ته وعليک وايو او په راتلونکی کښی
به هم چاپی خپرونی وروليږو ٠
رمز – د هنګو نه د پختونخوا د کلب مشر عارف بختيار او نورو غړو يی هر يوه سيد فراز ، عمر خيوه وال ، عزيزالله بشريار، مطيع الله تها شينواری ،ساجدبختيار ، سمين ګل او نورو په ګډه ليک راليږلی دی ٠وانګ جانی ، بختيار صاحب په خپل ليک کښی ليکلی چه د مونږ او اوريدونکی خپرونه بايد دوه نطاقان وړاندی کړی ٠ په داسی حال کښی چه زه او ته دا خپرونه د مارچ د مياشتی له پيل نه په ګډه وړاندی کوو او بختيار صاحب لا هم نه ده اوريدلی ٠ که چيری دا ځل خپل ليک واوری نوهرومرو به يی يقين او باور راشي ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه