وانګ – اوس په دی اونی کښی بيا هم زمونږ ډيرو اوريدونکو دا پوښتنه کړی ده چه د چين هيواد مساحت او نفوس څومره دی او له کومو هيوادو سره ګډه پوله لری ؟
رمز – که تاسی په دی هکله معلومات راټول کړی دوی نو مهربانی وکړی اوريدونکو ته يی وړاندی کړی ٠
وانګ – د چين ولسي جمهوريت ٩ مليونه ٦ لکه مربع کيلو متره مساحت لری او د خان ، جوان ، مان ، خوی ، مياو ، ويغور ، ايی،توجيا ، مغول ، تبت ، بويی ، دونګ ، ياو ، کوريا او قزاق په شمول د ٥٦ قومونو تقريباٌ يو مليارد ٣ سوه مليونه تنه خلک په دی ارته خاوره کښی ژوند کوی او په دی جمله کښی ٥ سوه ٢ مليونه او يو لکو شل زره تنه ښاريان او ٧ سوه ٨٢ مليونه ٤ لکه لس زره تنه کليوالان دی ٠مرکز يی بيجنګ دی چه تقريباٌ ١٥ مليونه تنه خلک پکښی
اوسيږی ٠ په دی هيواد کښی څه دپاسه سل مليونه تنه خلک پر بودايی ، تاويست ، اسلامی ، کاتوليکی مزهبونو باندی عقيده لری ٠ مزهبی ازادی د مزهب له لحاظه د چين د ولسي جمهوريت بنيادی پاليسی ده ٠
د چين ولسي جمهوريت د اسيا په ختيځه برخه او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کښی پروت دی٠ دغه هيواد له افغانستان ، پاکستان ، کوريا ، روسيې ، قزاقستان ، قيرغزستان ، تاجکستان ، مغول ، هند ، نيپال ، بوهتان ، ميانمر ، لاوس او ويتنام سره د وچی ګډه پوله لری ٠ او سمندری کرښه يی څه دپاسه ١٨ زره کيلو متره ده ٠ د چين ولسي جمهوريت د خپلواکۍ او استقلال سوله ايزه ديپلوماتيکه پاليسی چلوی او د سوله ايز ګډ ژوند د ٥ ګونو اصولو سره سم د نړی له ټولو هيوادونو سره د دوستانه همکاريو روابط پرمخ وړی ٠ تر ٢٠٠٢ م کاله پوری چين د نړۍ له ١٦٥ هيوادونو سره سياسی روابط ټينګ کړی دی او له موناکو سره دقونسلګری اړيکی يی ساتلی دی ٠