د سين هوا اژانس د خبر له مخې د کانادا د خبر رسولو اژانس د جون په اته لسمه نيټه خبر ورکړ چه د کانادا حکومت په افغانستان کې د کانادايي عسکرو د ماموريت دمودې د اوږدوالي په باب د امريکې له غوښتنې څخه ډډه وکړه ٠ د کانادا د ملي دفاع وزارت د يوه مامور په قول له دي امله چه امريکه د افغانستان په نژدي راتلونکو په انتخاباتو کې د احتمالي شورش په نسبت اندېښمنه ده ، نو هيله يي وکړه چه په افغانستان کې د کا نادايي عسکرو د سوله ساتي دندې وخت اوږد کړی٠ اوس په افغانستان کې د کانادايي نظامي پرسنلو شمير څه د پاسه دوو زرو تنو ته رسيدلي او د بين المللي سوله ساتي فوځ د عمومي شمير په سلو کې څلويښت برخه نيسي ٠ د ناتو بلاک د عسکرو دنوبتي استونې په باب د اړوندې موالفقت نامې سره سم نوموړي کانادايي عسکر به د راتلونکې جولاي له اخيري لسو ورځو نه په وار سره له افغانستان څخه وايستل شي ٠
|