<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-19 18:56:10    
بايد د نابالغو کسانو د سالمی ودې لپاره ښه کلتوري محيط برابر کړي شی

cri

وروسته تر هغه چه د نابالغو کسانو د ايديالوژۍ او اخلاق د ابادی د لازياتې پياوړتيا او اصلاح په باب د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټی او دولتي شورا نظريات صادرشول ، د چين کلتوري وزارت ، د تاريخي اثارو رياست او نورو مربوطو څانګو ددې نظرياتو ته د عملي جامې د ورکولو لپاره يو لړ تدابيرنيولي او په کوشش سره يي د نابالغو کسانو د سالمی ودې لپاره ښه کلتوري محيط برابر کړيدی

د چين د کلتوري چارو وزير سون جيا جينګ له خبريال سره د مرکی په بهير کی وويل چه د کلتوري چارو وزارت غوښتنه وړاندې کړی چه د مې له لومړی نيټې نه په ګرد هيواد کی د مختلفو درجو موزيمونه ، ياد ونځي او هنري نندارتونونه بايد په وړيا ډول د نابالغو کسانو ګروپونو ته دروازه خلاصه کړي او کلتوري څانګی به د نابالغو کسانو لپاره کلتوري او هنري اثارو خلق او نمايشونه نور هم پياوړی کړي ٠ دغه راز د کوچنيانو هنري هيأتونه بايد نظريي بدلې کړی او په راز راز شکلونو سره دی د نمايش ور کولو بازار پرانيزي ٠

سون جيا جينګ زياته کړه چه کلتوري څانګې به په مداومه توګه کلتوري عمومي تفريح ځايونه تنظيم کړی او د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو په شاوخوا کی کلتوري محيط پاک کړي ٠ دغه راز به په جدي توګه هغه مقررات عملي کړی چه وايي بايد د

منځنيو او ابتدايي ښوونځيو په شاوخوا ٢٠٠ متري کی د سوداګری په مقصد عمومي تفريح ځايونه پرانيستل نه شي او بايد په کمپيوتري شبکو کی د مضرو اطلاعاتو د خپرولو د عمل مخنيوي و شي ٠

وزير سون جيا جينګ زياته کړه چه مختلف ځايونه بايد د محلي شرايطو سره سم د ماشومانو کتابتونونه جوړ کړي او د مختلفو درجو کلتوري غرفې او کلتوري مرکزونه بايد په خاص ډول د ماشومانو لپاره د کلتوري فعاليتونو ځايونه برابر کړی ٠ په عين حال کي به په فعاله توګه ټولنيز قوتونه دی وهڅول شي چه د ماشومانو لپاره کلتوري تاسيسات او د فعاليت ميدانونه اباد کړي٠

وزير سون جيا جينګ په پاي کی وويل چه بايد په پوره توګه د کليو د نابالغو کسانو کلتوري اړتياوي په نظر کی ونيول شي او پروخت دی نابالغو کسانو ، په تيره بيا د لويديځو غريبو سيمو نابالغو کسانو ته دکلتوري او علمي معلوماتو په باب يوه اندازه کتابونه ورکړای شي٠