د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، هند او پاکستان د روانې مياشتې په ١٩ نيټه په نوی ډيلی کښی د ذروی امنيت د مسئلې په باب دوه ورځنيو رسمی خبرواترو پيل وکړ ٠
د همدې ورځې په لومړی ځل خبرو اترو کښی دواړو خواوو د امنيت او ذروی پاليسۍ په باب د نظرياتو تبادله وکړه او په اتفاق سره يی له دی سره موافقه څرګنده کړه چه په ګډ کوشش سره به د ذروی مسئلې په مناسبت د اطمينان او امنيت ساتلو دپاره تدبيرونه ونيسی ٠ له خبرو اترو نه وروسته په يوه خپره شوی بيانيه کښی دواړو خواوو دا څرګنده کړه چه په خبرو اترو کښی به د مثبتې نتيجې د رامنځ ته کولو پاره کوششونه وکړی٠