د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان او هند د دواړو هيوادو سرحد ساتونکي منصب دارانو د جون په نولسمه نيټه په سرحدي بندر واګنا کې سره ملاقات وکړ او د خپل منځي سرحدي حالت د ښه والي په باب موافقت نامه لاسليکه کړي ده ٠ د پاکستان د مطبوعاتي ذراعيو د تازه خبر له مخې په دي ملاقات کې دواړه خواوي د ګډې سرحدي ګزمې او د نشاوي موادو قاچاق ته د ضربه رسولو ، يو بل ته د خوشي شويو بنديانو دتسليمولو په باب موافقي ته رسيدلي دي
|