<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-20 19:07:26    
تايلنډ او ايتاليه په نړی کښی د ډير هر کلی وړ توريستی هيوادونه ګرځيدلی دی .

cri

د يوی پلټنی له مخی تايلنډ او ايتاليه په نړۍ کښی مشهور توريستی هيوادونه ګڼل کيږی .په هغو اوو زرو پنځو سوو ځوابی ليکونو کښی چه د يو سلو څلور ديرشو هيوادو د لوستونکو له خوا راليږل شوی دی ، د تايلنډ لخوا ترلاسه شوي ليکونه د ايتاليی څخه څلور ليکونه زيات شوی دی . هغه توريستی هيوادونه چه د سياحانو لخوا ومنل شو ، په دې ترتيب دي چه لومړي تايلنډ ، دوهم ايتاليه او ورپسې استراليا ، هند او نوی زيلاند . خو همدغو هيوادونو د نورو هيوادو په نسبت قطعی تفوق نه دی ترلاسه کړي ځکه چه د ملګرو ملتو له خوا په پيژندل شويو دوه سوه دوولسو هيوادونو کښی يو سلو دری اتيا هيوادونه ونومول شول . له پلټنی څخه څرګنديږی چه په يو پر دريمه برخه سيلانيانو کښی خاونداو ښځه يو ځای ځی ،په سلو کښی اته ويشت کسان د خپلو دوستانو سره يو ځای سفر کوی، په سلو کښی اته ويشت کسان په خپله خوښه سفر کوی، په سلو کښی اته کسان له ټولو کورنيو غړو سره يو ځای سفر کوی او يوازی په سلو کښی دری کسان د توريستی څانګې له لاری سفر کوی .

په چين کې شخصی موټرونه په تيرو لسو کلونو کښی شپږ چنده زيات شوی دی .

د چين دماشين الاتو د صنعت د اتحاد مرستيا ل جانګ سياو يو په دی نژديو ورځو کښی وويل چه له ١٩٩٤ کال نه تر ٢٠٠٣ کاله پوری په چين کښی د شخصی موټرونو عمومی اندازه شپږ چنده زياته شوی .هغه وويل چه په ١٩٩٤ کال کښی په چين کښی نه مليونه څلور لکه عرادی موټرونه موجود وو چه په دی جمله کښی دوه مليونه پنځوس زره عرادی شخصی موټرونه شامل وو .په ٢٠٠٣ کال کښی په چين کښی څليرويشت مليونه عرادی ملکی موټرونه موجود وو چه په دی جمله کښی دوولس مليونه عرادی شخصی موټرونه وو چه دغه رقم د عمومی اندازی په سلو کښی پنځوس نيولی دی .