د سې ار اې راډيو د خبريالې د خبر لمخې د هند او پاکستان د ديپلوماتانو ترمنځ د ذروي امنيت په باب خبرې اترې تازه په نوي ډيلي کي پاي ته ورسيدې او په هغه ګډه اعلاميه کې چه د خبرو نه وروسته خپره شوې ، دواړو خواوو سره موافقه وکړه چه په موقتي توګه له ذروي أزموينې څخه لاس واخلي ٠دغه خبرې له هغه وخته راهيسې د ذروي امنيت په باب لومړې خبرې وې چه په ١٩٩٨ کال کې دواړو هيوادو په وار سره ذروي أزموينې ترسره کړيدی ٠په خبرو اترو کې دواړو خواوو د ذروي وسلو او امنيت په باب خپله پاليسي بيانه کړې او د دواړو خواوو ترمنځ د ذروي ګواښ د کمښت په باب يي هم بحث کړيدی ٠
|