<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-21 17:17:04    
دچين له خوا د خارجی پانګو څخه داستفادی عمومی اندازه په مناسب ډول زياته شوی ده

cri

دچين د تجارتی چارو د وزارت مرستيالی ميرمن ما شيو هونګ په دی وروستيو وختونو کښی په بيجينګ کښی وويل چه د روان کال په مخکنيو پنځو مياشتو کښی د چين له خوا د خارجی پانګو څخه د استفادی عمومی اندازه په مناسب ډول زياته شوی او له خارجی پانګو څخه د استفادی جوړښت نور هم ښه شوی دی . همدا راز هغی دا خبره بيا تاييده کړه چه د چين د لويی وچی هغه پاليسۍ نه بدليدونکی ده .کوم چه د تايوان سوداګران دی ته تشويقوی چه د چين په لويه وچه کښی پانګه واچوی .له هغه احصائيوی ارقاموڅخه چه په دی نژديو وختونو کښی دچين د تجارتی چارو دوزارت له خوا برابر شوی ، څرګند شوی چه د روان کال له جنورۍ نه ترمی پوری په چين کښی د څه نا څه شپږ ويشت مليارډو امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی تر واقعی استفادی لاندی راوستل شوی چه دغه رقم د تير کال د همدی مودی په نسبت په سلو کښی يوولس زيات شوی دی . د روان کال د می ترپايه پوری د چين په منظورۍ څه د پاسه څلور لکه اتيا زره خارجی تصدۍ په چين کښی جوړی شوی او له خارجی پانګو څخه د واقعی استفادی شمير پنځه سوو شلو مليارډو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی .

په هغه مطبوعاتی مرکه کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی د چين ددولتی شورا په اړه د مطبوعاتی دفتر له خوا جوړه شوی وه ، دچين د تجارتی چارو مرستيالی

ما شيو هونګ وويل چه په ټوله نړی کښی د پانګه اچونی د حالاتو په مقايسه دچين له خوا له خارجی پانګو څخه د استفادی دزياتوالی ګراف مناسب دی .هغی وويل روان کال په بين المللی مستقيمه پانګه اچونه کښی دزياتوالی تمايل را منځ ته شوی دی او دزياتوالی ګراف يی به په سلو کښی لس ته ورسيږی . روان کال په لومړنيو پنځو مياشتو کښی په چين کښی د خارجی پانګو څخه د استفادی د زياتوالی ګراف په سلوکښی له يوولسو څخه جګ دی، دچين په غير منقولو شتمنيو کښی د پانګه اچونی دزياتوالی د سرعت په نسبت د خارجی پانګو دزياتوالی ګراف نسبتا ټيټ دی ،زمونږ په نظر دزياتوالی دغه ګراف مناسب دی .هغه هم وويل چه له خارجی پانګو څخه د استفادی په عين وخت کښی د خارجی پانګو څخه د استفادی په برخه کښی دچين جوړښت نور هم ښه شوی او د خارجی پانګو څخه د استفادی کيفيت يی هم لږ څه اوچت شوی دی .دصنعتی تصديو له خواد خارجی پانګو څخه د استفادی دمناسب زياتوالی په عين وخت کښی په خدمتی او تجارتی ساحوکښی له خارجی پانګوڅخه استفاده ډيره زياته شوی ، د جوړونی په صنعت کښی لا زياتی پانګی په نوی او عصری ساحوکښی اچول شوی دی .د سيمی له نظره دچين ختيځی سيمی لا هم له خارجی پانګو څخه د استفادی عمده سيمی دی ،خو د چين د لويديځو سيمو له خوا له خارجی پانګو څخه استفادی په ډير سرعت سره زياتوالی موندلی دی .

د سږکال دشروع نه راهيسی دچين اقتصاد په مداومه او چټکه توګه وده کړی ده ،خو په ځينو څانګو اوکسبونو کښی له حده زياتی پانګی اچونی له امله ناوړی پديدی را منځ ته شوی دی . د اقتصادی ودی د بی حده زياتوالی د مخنيوۍ دپاره دچين حکومت د فولادو او اوسپنی او سمنټو په شمول د هغو کسبونو او څانګو په مقابل کښی چه ډيری زياتی پانګی پکښی اچول شوی دی ، لازمی محدود تدابيرونه نيولی دی .مرستيالی ما سيو هونګ وويل چه د اقتصاد د عمومی تنظيم او کنترول دپاره دچين تدبيرونه به پر خارجی پانګو باندی ناوړه اغيزه وانه چوی .هغی وويل بايد وويل شی چه هغه تدبيرونه به چه اوس د اقتصاد د مسلسل انکشاف د ساتنی دپاره دچين له خوا نيول شوی دی،پرخارجی پانګو باندی ناوړه اغيزه وانه چوی، زمونږ د اقتصاد د مسلسل انکشاف ساتل د خارجی سوداګرانو دپاره يوه لازياته محرکه قوه ګڼله کيږی او لا زيات سوداګران ځانته راجلبولی شی څوچه په چين کښی پانګی واچوی .